پاکستاني پوځ خبرياله شاهينه بلوڅ ترور او ووژله

خبريال ويبپاڼه /د بلوجستان ايالت په تربت بلوڅ ميشته سيمه کې مدني فعاله، انځورګره او خبرياله شاهينه شاهين بلوڅ د پاکستاني پوځ له لوري په مرموز ډول ترور او ووژل شوه.

د تربت ځايې اوسيدونکو رسنيو ته ويلي چې پرون شنبه غرمه مهال شاهينه شاهين بلوڅ د نامعلومو کسانو له خوا په داسي حال کې په ډزو وويشتل شوه چې هغه کورته په لاره روانه وو

محراب ګچکي چې د شاهينه بلوڅ پښه کې حاضر وو او دغه پښه يې له نيږدې په خپلو سترګو ليدلي، دی وايې چې دوه موټرسايکل سپاره چې مخونه يې پټ کړي وو په شاهينه بلوڅ مخامخ ډزي وکړي او هغه سخته ټپي شوه.

د محراب ګچکي په وينا شاهينه بلوڅ مو د تربت عامه روغتون ته يوړه چې په لومړيو کې ژوندۍ خو له څو ساعتو وروسته يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هيره دي نه وي چې شاهينه شاهين بلوڅ په داسي حال کې د پاکستاني پوڅ له لوري په مزموز ډول وژل کيږي چې تر دې څو ورځي مخکي د بلوڅو.د حقونو فعاله حيات بلوڅ هم په ورته ډول له د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.

بايد وو يل چې په پاکستان کې تل دغه ډول مرموزي وژنې د پاکستاني پوځ او ددې هيواد د استخباراتي اداري ( I S S) تر سره کوي.

د يوه راپور له مخي چې د بلوڅو څخه د دفاع غورځنګ مشر ماما قدير بلوڅ د اګست ۳۰ رسنيو ته راليږلی وو. په دي راپور کې ويل شوي چې د زرکونو بلوڅانو د وژلو تر څنګ د پاکستان پوځ او استخباراتي اداري۵۲۰۰۰ زره بلوڅان تښتولي چې تر اوسه يې مړی او ژوندی نه دی معلوم.

بايد وويل شي چې شاهينه شاهين بلوڅ د بلوجستان په پې ټې وې بولان تلويزون کې خبرياله، د يوې خپرونې کوربنه او د بلوڅو ميرمنو د حقونو فعاله او په بلوڅي ژبه د (همزولي) په نامه د يوې مجلي مشره هم وه.

شاهينه بلوڅ لومړنۍ زده کړي په تربت کې کړي او لوړي زده کړي يې د هنرونو په برخه کې د ماستري تر کچي زده کړي وي او په دې ډګر کې د ښې کارکردګۍ له امله ورته د سرو زرو مډال هم ورکول شوی وه.

بايد وويل شي چې د کرښي هغې غاړي بلوجستان او خيبر پښتون خوا کې چې کله هم پښتانه يا بلوڅ د خپلو حقونو څخه د دفاع لپاره خپل غږ پورته کوي، د پاکستاني پوځ او ددې هيواد د استخباراتي ادراې له لوري یا تهديږي او يا په مرموز ډول وژل کيږي او داسي تری تام کيږي چې څوک يې د مرګ او ژوند پته نشي لګولای.

د يادولو وړ ده چې پرون د پوښتون ژوغونې مخکښ غړی او پښتنو حقونو مدافع هم تيره ورځ د پنجاب رياست له لوري په بلوجستان کې ونيول شو او اجاز وز نع کړل شوه چې د حيات بلوڅ فاتحي ته ولاړ شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum