The news is by your side.

نن د شپږيزي ملي ليګ سياليو لومړي لوبه تر سره کيږي

خبريال ويبپاڼه /ټاکل شوي نن يکشنبه په پلازمينه کابل کې په غازي لوبغالي کې د شپږيزي ليګ ملي سيالو لومړی لوبه د د مهال ويش سره سم د بند امير ښاماران او مس عينک لوبډلو تر منځ لوبه تر سره شوي.

د افغان کرکيټ د رسنيو د برخي مشر فريد هوتک رسنيو ته ويلي چې دغه ليګ به د عامي روغتيا او نړيوال روغتيايې سازمان له سپارښتنو سره سم تر سره کيږي.

د ښاغلي هوتک په وينا د سږ کال شپږيزه ليګ به تر نورو ليګو يو څه متفاوت وي. فريد هوتک زياتوي چې سږ کال د کرونا د مخنوي په خاطر د نندارچيانو لپاره هم يو لړه شرايط ټاکل شوي دي.

هيره دې نه وي چې شپږيزه ملي ليګ پرون په رسمي بڼه په شاندارو مراسمو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانيستل شو.

ددغه ليګ په پرانست غونډه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ د ولسمشرۍ ماڼي لومړی مرسيال امرلله صالح او ګڼو لوړ پوړو دولتي چارو واکو ، هنرمندانو ، د رسنيو استازو او د مدني ټولنو غړو پکې برخه لرله.

هيره د ه وي چې شپږيزه ملي ليګ سالي د افغان کرکيټ بورډ له خوا په داسي حال کې پيليږي چې پرون په افغانستان کې د رڼتيا څار بنسټ له خوا په يوه څيړنه کې ويل شوي چې په افغان کرکيټ بورډ کې پراخ فساد شوی. دغه بنسټ تور پوري کوي چې د افغان کرکيټ بورډ د اداري ټول غړي د سياسي ااو شخصي ملحوضاتو له مخي ټاکل کيږي.

د روڼتيا د څار بنسټ په راپور کې دا هم ويل شوي چې دکرکيټ بورډ له لوري په هغو ځايونو کې لوی فساد شوی چې د ښځينه کرکيټ لوبغاړو لپاره جوړ شوي.

د رڼتيا څار بنست په داسي حال کې پر کرکيټ ورستي تورنه لګوي چې په دې ورستو کې ددې اداري په مشرتابه شورا کې پراخ بدلونه رامنځته شول. افغان کرکيټ بورډ پخوانی مشر چې د اوسني بورډ د مشرتابه شورا غړی عاطف مشعل له واک څخه او له کرکيټ بورۀ څخه ويستل شو.

خو د کرکيټ بورډ مشر فرهان يوسفزي له خبريال ويبپاڼې سره په خبرو کې وويل چې د سږ کال د سپږيزو سيالۍ به له نورو کلونو بيخي بيل ډول او ځانګړو مراسمو تر سره شي.
د کرکيټ بورډ مشر هغه ټول تورنه رد کړه چې په دې ورستيو کې د روڼتيا څار بسټ له لورې پر دغې ادراې لګول شوي وو.

بايد وويل شي د شپږي سيالۍ هر کال په دغو شپو کې په ډيرو شاندارو مراسمو تر سره کيږي چې د شپږو لوبډلو تر منځ د لسو اورنو لوبه تر سره کيږي.
چې د افعانستان له کوټ ، کوټ څخه په رزکونه نندارچيان د شپږيزي د ليدولو لپاره د غازي لوبغالي ته راځي.

د تير کال د شپږيزو جال سيالۍ د مس عينک لوبډلي وګټلي د محمد نبي عسي خيل لوبډل مشر وو.

چې د بالينګ په برخه د افغان ملي لوبډلي تکړه توپ اچوونکی نوين الحق هم ملګری وو.
او بيټنګ په برخه کې بريدګر ټوپ وهونکی ګبرز مس عينک تر ټولو تکړه لوبغاړي وو.

خو سږ کال معلومه نه ده چې ددې سيالۍ ګټه به د کومي لوبډلي په برخه کي وي ځکه په لوبډله او ټول کاري ټيم کې جوت تغيرات راغلي دي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.