The news is by your side.

ولسمشر غني د ځوانانو د عالي جوړښت منظور کړ

خبريال ويبپاڼه/پرون شنبه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ دعالي شورا جوړښت د يوه فرمان په صادرولو منظور کړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ځوانانو د وضعیت ښه کولو ، د پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړولو ، په اقتصادي ، ټولنیز او کلتوري برخو کې د ځوانانو رول پیاوړي کولو او ولسمشر ته د لازمو مشورو د ورکولو لپاره یو فرمان صادر کړ.

ددې فرمان له مخې په افغانستان کې د ځوانانو د عالي شورا تشکیل د ځوانانو تر منځ د همغږي او انسجام رامینځته کولو او په دولتي کچه د مدیریت او رهبرۍ په برخو کې د ځوانانو ملاتړ لپاره منظور شو.
د عالي شورا دارالانشاء د دې فرمان په لومړۍ ماده کې یادونه شوې د ولسمشر د دفتر د کارمندانو معاونیت سره په همغږۍ کې د ولسمشرۍ چارو د لوی ریاست مسؤلیت.پر غاړه لري.

په فرمان کې راغلي چې د دغې شورا د غړو تشکیل له ۲۳ دولتي ادارو، د ولایتونو په استازیتوب ۱۴ تنو ځوانانو، له هېواد بهر د مېشتو افغانانو په استازیتوب د نړۍ له شپږ لویو قارو ۶ تنو ځوانانو او د جمهوري ریاست د عالي مقام له لوري ۱۰ تنو مخورو ځوانانو جوړیږي.

د يادولو وړ ده چې په افغانستان کې دا دريم اروګان دی چې د افغان ځوانانو لپاره جوړيږي. تر دې مخکي هم د ځوانانو پارلمان او د ځوانانو معينت عم رامنځته شوي وو.
بايد وويل چې دغو دواړو ارګانونو په سمبوليک ډول کار کول کوم ځانکړی واک او صلاحيت يې نه درلود.
د ځوانانو په پالمان او د ځوانانو په معينيت تر ډيره دا تورونه اګول کيدل چې يوازي هغه ځوانان پکي را ټول شوي چې لوړي.واسطي ولري بلکي مسلکي او علمي ځوانانو ته پکې ځای نه وو.

هيره دې نه وي چې د ځوانانو معينت او د ځوانانو پارلمان چې تر ډيره په دې موخه جوړ شوی چې د ځوانانو تر منځ به همږي راولي او د ځوانانو ستونږي به تر چارواکو رسوي.
خو تر اوسه دې دواړو ارګانونو کوم جوت او ښکاره کار د ځوانانو په برخه کې نه دی کړی. ددې دواړو ارګانونو کار تر ډيره په مطبوعاتي اعلاميو او کنرافراسونو ولاړ دی.

د ځوانانو د چارو يو فعال توريالی ځواک له خبريال ويبپاڼي سره په خبرو کې د ځوانانو.د عالي شورا جوړښت خوشاله نه دی. ځکه ښاغلی ځواک زياتوي چې تر ډيره په دغسي شوراګانو.کې د لوړو پوړو چارواکو زامن مقرر وي.

پو بل ځوانان بلال نيازی بيا تور پوري کوي چې د ځوانانو په نامه ددې ډول شورا ګانو جوړول د وخت او بوديجې عبث مصرف دی.
د ښاغلي نيازي په خبره دغه ډول شوراکاني هيڅ واک نه لري يوازي د پيسو د غلا کولو په پار جوړيږي.

بايد وويل چې ولسمشر غني په وار ، وار ويلي چې حګومت يې ځوانانو ته پراحه د کار زمينه مساعده کړي ده. تر ولسمشري مخکي د ولسنشز شعار هم همدا وو چې زړه حکومتولي به ختوي او نوي ځوانانو ته به چانس ورکوي. چې تر ډيره همداسي شوي هم دي ځکه په ډيری دولتي ادراو کې ځوانان تر سترکو کيږي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.