The news is by your side.

تر قطر وروسته په کوټه شورا کې پراخ تغیرات

خبریال وېبپاڼه/ د کوټې شورا يوې سرچيني خبريال ويبپاڼه ته ويلي چې د قطر له دفتر څخه وروسته د کوټي په مشرتابه شورا کې هم پراخ بدلونونه راغلي.

د سرچينې په وينا اميرخان متقي چې مخکي د ملا هيبت الله اخوند د دفتر مشر وو، اوس تازه د ملا هيبت الله اخوند له لوري له دې دندي ګوښه کړای شو او پر ځای يې د ملا هیبت الله اخوند د خپل دفتر مشر ملا احمد جان بلال وټاکل شو.

همدا راز دغه سرچينه زياتوي چې ملا محمد داؤود مزمل د ملکي تلفاتو د کمسون مشر په توګه ټاکل شو چې مخکې ددغه کمسون مشر ملا عبدالمنان عمري وو.

۲= مولوي احمدجان بلال د مشرتابه دفتر مشر، د ملا آمیرخان متقی پر ځای ټاکل شوی دی.

۳=مولوی قدرت اللہ جمال د نظامي کمېسیون د مشر مولوي فیض اللہ پر ځای او د  ختیځو ولايتونو د اداري مسئول په توګه ټاکل شوی

۴=شیخ نورالله منیر د محاکمو مشر، د شیخ عبدالحکیم پر ځای وټاکل شو.

۵= مولوي فیض الله چې مخکي د ختيځو ولايتونو د ښوني او روزني مسول وو اوس تازه ددې ادارې د مرستیال په توګه ټاکل شوی.

۶: مولوی عبدالحکیم شرعي چې مخکي  د ختيځو ولايتونو د ښوونې او روزني علمي مرستيال وو اوس تازه د ختيځو ولايتونو د محکمو مرستيال ټاکل شوی.

۷= قاري فصیح الدین د بدخشان والي، او د مولوي ذاکر د مرستیال په توګه ټاکل شوی.

د يو بل خبر له مخي چې طالب چارواکو خبريال ويبپاڼې ته راليږلی. په خبر کې ويل شوي چې د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخونزاده له لوري د قطر دفتر سياسي وياند سهيل شاهين له دندي ګوښه او پر ځای يې ډاکټر محمد نعيم وردګ د طالبانو د قطر دفتر سياسي وياند په توګه وټاکل شوی.

په سهيل شاهين د نورو تورونو تر څنګ دا تور وو چې په رسنيو کې يې خپلوي او ملګرتيا پاللې شاهين له رسنيو سره د يوه وياند په توګه چلند نه کاوو بلکي شاهين هر څه په خپله خوښه تر سره کول. حتی ډيری وخت داسي هم شوي چې له رسنيو سره په خبرو کې د طالبانو د تګ لارو برعکس غږيده.

هيره دي نه چې په قطر دفتر کې بل لوی بدلون د سولي د مرکچي پلاوي د مشر عباس ستانکزي ګوښه کول او پر ځاي يې شيخ عبدالحکم د سولي د مذاکراتي ټيم مشر وټاکل شو.

بايد وويل شي چې د ملا هيبت الله اخوند له خوا په قطر دفتر او دکوټې شورا کې دغه ورستي تغيرات په داسي حال کې رامنځته کيږي چې تيره ورځ يوې سرچينې خببريال ويبپاڼې ته ويلي وو چې د طالب مشرانو ترمنځ سختي ناندرۍ او جنجالونه روان دي.

د سرچينې له خوا ويل شوي وو چې د طالبانو نظامي مشر ملايعقوب او د حقاني شبکي چې په دې وروستيو کې له طالبانو سره ګډه شوه مشر سراج الدين حقاني د سولې د پروسې د ګډوډلو ګواښ کړی دی.

سرچينه زياتوي چې د طالبانو په مشر تابه پلاوي کې هغه وخت جنجال رامنځته شول چې د طالبانو د قطر دفتر سياسي مشر ملابرادر د ملايعقوب او سراج الدين حقاني پر ځای دوه نور طالب مشران د سولي په مرکچي پلاوي کې شامل کړل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance