The news is by your side.

کوئټه:د حکومت په سر پرستي کې د طالبانو جلسه

خبریال وېبپاڼه- طالبان او د پاکستان د جمعیت علمای اسلام پلویان نن کوئټې پر پاچاخان چوک (میزان چوک) را غونډشوي وو او د کابل د فتحه کولو جشن یې لمانځه.

که څه تر دم ګړیه لا طالبان په افغانستان کې یو ولایت هم هم کنټرول کې نلري؛ خو دا چې د دوی زور او ځواک ونه ویشل شي خپلو ځوانانو ته ناسم تبلیغات کوي.

دوی په ننۍ جلسه کې په حماسي شعرونو او ترانو طالبان هڅول چې ځانمرګي بریدونه وکړي او ژر تر ژره افغان حکومت ړنګ کړي.

طالب مشرانو خپلو وسله والو ته په کابل او دافغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې په داسي حال کې د جهاد کولو فتوا ورکوله چې پاکستاني پولیسو یې امنیت نیولی وو.

دښمن هیواد پاکستان که څه هم تر دم ګړیه دا نه مني چې طالبان له پاکستان څخه حمایه کیږي خو اوس تر بل هروخت وسله والو طالبانو په پاکستان کې په ښکاره فعالیتونه پیل کړي دي.

له کوټې او پېښوره را رسیدلي ریپوټونه کاږي چې هلته هره وځ دافغان جهاد په نوم چاندې را غونډوي او د چاندو را غونډولو لړۍ یې د دسږکال د فبروري پر ۲۹ له امریکا سره د سولي تر تړون را وروسته بربنډه او چټکه کړې ده.

هيره دي نه وي چې کوټي شورا د طالبانو له هغو مهيمو مرکزونو څخه شميرل کيږي چې د افغانستان په تړاو هره پريکړه په دغه شورا کې تر سره کيږي.

دغه شورا چې مخکې د کوټي په ښار کې شتون درلود د پاکستاني پوځ او استخباراتو د يوه پټ له مخې دغه شورا د کوټي څنګ لوري ښار ګچلاګ ته انتقال شوه.
داسي ويل کيږي چې ددغې شورا مقر(ځاي) د پاکستاني پوځ د کچلاګ په قرارګاه کي دی.

بايد وويل چې د افغانستان اړوند ټولې پريکړي په دغه شورا کې تر سره کيږي د غړو چارې یې په کمسيونونو په ډول ويشلي دي. ددغې شورا مشرتابه د افغانستان د ولايتونو لپاره واليان ، ولسوالان او
جنګي قوماندان ټاکي.

ددې شورا ورستۍ بدلونونه د افغانستان لپاره

ملا محمد داؤد مزمل د ملکي تلفاتو د کمسون مشر په توګه ټاکل شو چې مخکې تلفاتو د ملکي کمسون مشر ملا عبدالمنان عمري وو.

۲= مولوي احمدجان بلال د مشرتابه دفتر مشر، د ملا آمیرخان متقی پر ځای ټاکل شوی دی.

۳=مولوی قدرت اللہ جمال د نظامي کمېسیون د مشر مولوي فیض اللہ پر ځای باندی ختیځو ولايتونو د اداري مسئول په توګه ټاکل شوی

۴=شیخ نورالله منیر د محاکمو مشر، د شیخ عبدالحکیم پر ځای وټاکل شو.

۵= مولوي فیض الله چې مخکي د ختيځو ولايتونو د ښوني او روزني مسول وو اوس تازه ددې ادارې د مرستیال په توګه ټاکل شوی.

۶: مولوی عبدالحکیم شرعي چې مخکي د د ختيځو ولايتونو د ښوونې او روزني علمي مرستيال وو اوس تازه د ختيځو.ولايتونو د محکمو مرستيال ټاکل شوی.

۷= قاري فصیح الدین د بدخشان والي، او د مولوي ذاکر د مرستیال په توګه ټاکل شوی.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.