The news is by your side.

سبا دوحه کې د سولي او اروبند په سره ناسته تر سره کيږي

خبريال ويبپاڼه / پرون د افغان حکومت او طالبانو له خوا په خپرو شوو اعلاميو کې منل شوي او دواړو ويلي چې د سبا (۲۰۲۰ کال د سټمبر پر ۱۲) نيټه د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوي تر منځ د سولي بين الا افغاني مذاکرات پيليږي.

د طالبان د قطر سياسي دفتر څخه په خپره شوي اعلاميه کې وويل شوي چې (د افغانستان اسلامي او سر له سبا (۲۰۲۰ کال د سټمبر پر ۱۲) د بين الاافغاني مذاکراتو لپاره چمتو دی.
په دغه اعلاميه کې وړاندي ويل شوي چې طالب مشران د سولي بين الاافغاني خبري اتري په دې موخه پيلوي چې په افغانستان کې بشپړ اسلامي نظام راشي.

بل پلو بيا افغان حکومت هم اعلان کړی چې د سولي مرکچي پلاوی يې د قطر پلازميني دوحي ته رسيدلی او د بين الاافغاني مذارکراتو ته پوره چمتو والی لري.
د سولي شورا له خوا په خپره شوي اعلاميه کې ويل شوي چې د افعان حکومت مرکچي پلاوی به له طالب چارواکو سره په لومړي سر کې په سولې د اوبند خبري وکړي تر څو په افغانستان کې د روانې ۱۹ کلنې جکړي ټغر ټول شي.
د مصالحې عالي شورا په اعلاميه کې په شمار وار ډول د څو شيانو يادونو شوي چې د اعلاميې پر خبره دا څو شيان به تل پاتي وي او د سولې له راتګ سره به نه زيانميږي.

۲: د ښې حکومتدارۍ رامنځته کيدل
۳: د عدالت تامين
۴:بشري حقوقو ته درناوی
۵: د بيان ازادۍ ساتنه
۶: معلوماتو ته لاس رسی
۷:مدنې ټولنې
۸: د د دواړو غاړو د جکړي د قربانيانو حقوقو غوندي کول
۹:د ښځو حقوقو
۱۰: د ماشومانو او ځونانو حقوقو
۱۱:په افغانستان کې د شته اقليتونو حقوق

بايد وويل چې تازه د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د سولي په چارو کې د افغان حکمت وزير سيد منصور نادري هم د قطر هيواد دوحې ته رسيدلي دي.

بل تازه د امريکا ولسمشر د طالبانو له خوا سبا ته د بين الافغاني خبرو پيل د اعلان هر کلی کړی او د ټويټر پاڼه ليکلي چچې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو ته يې امر کړی چې د بين الافغاني خبرو د څارو.په موخه د قطر دوحي ته سفر وکړي.

دبين الافغانيزخبرو د پيل او اروبند خبري په داسي حال کې ګرميږي چې په افعانانستان کې د دواړو.لوريو ترمنځ سخته جکړه روانه ده هره ورځ په سلګونو افغانان شهيد او ټپيانيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.