پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ په تور ليست داخليږي
خبريال ويبپاڼه /(ايف اې اټې ای) د پيسو د سپينولو او ترهګرو د مالي ملاتړ پر ضد نړيوالې محکمې پاکستان هيواد ته خبرداری ورکړی چې د هغو تورنو چې پر دغه هيواد د ترهګرو په ملاتړ او د تورو پيسو په سپينوولو تورن دی بايد تر دوه ورځو پورې دې محکمې ته خپل دلايل وړاندي کړي.
د ترهګري د ملاتړ او د تور پيسو د سپينو له امله له ايران او شمالي کوريا وروسته پاکستان دريم هيواد چې ددې محکمې له خوا په تورليست کې شامليږي.
د پيسو د سپينولو او ترهګرو د مالي ملاتړ پر ضد محکمې په ۲۰۰۹ کال کې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ په غړ ليست کې داخل کړ او دې هيواد ته يې خبر داری ورکړ چې که د ځان د سينولو لپاره خپل دلايل وړاندي نه کړي دغه محکمه به يې په نړيوال تورليست کې شامل کړي.
خو ددغې محکمې له خوا د روان کال د فبروي مياشتي کې له ۲۷ تورونو څخه يوازي پاکستان ۱۴ تورنو ته ځواب ووايه چې بيا دغې محکمي (ايف اې ټي ای) د روان کال د ډيسمبر د مياشي د ۱۴ نه تر ۲۱ پورې په مسلسلو ناستو کې ددې محکمې چارواکو پريکړه وکړه چې پاکستان لا هم په خړ ليست کې پريږدي.
خو بل پلو بيا پاکستان هم د ۲۱ حقوق پوهانو په ګډون د پاکستان له پارلمان څخه يو کميسون ټاکلی تر څو دغه محکمې ته قانع کوونکي دلايل وړاندي کړي او پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ په تور له تور ليست څخه وباسي.
که څه هم په پاکستان کې ددې کميسون په جوړيدو سختي ناندرۍ او جنجالونه رامنځته شول خو د پوځ په مداخې دغو جنجالونو ته د پای ټکی کيښودل شو او له ګڼو ګوندونو څخه يو مشترک کميسون جوړ شو.
بايد وويل شي چې پاکستان تيره مياشت په نمايشي ډول اعلان وکړ چې د افغاني طالبانو په ګډون يې په ۲۱ ترهګرو ډلو بنديزونه لګولي دی.
خو عملا په پاکستان کې په زرګونو ترهګر اوسيږي په تيره بيا پاکستان څوځله په ښکاره ويلي چې د افغاني طالبانو مالي ملاتړ کوي او هغوی ته پناه ځای او جنګي وسايط ورکوي.
د يادولو وړ ده چې که پاکستان په تور ليست کې شامل شي له سختو اقتصادي کواښونو سره به مخ شي.
د نړيوال بانک په ګډون به ګڼ شمير پانګوال له دې هيواد سره خپلي سوداکرۍ لغوه او دې هيواد د پورنو په ورکړي بنديزونه ولګيږي.
چې اوس مهال د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو زيات ۲۷ بيلیونه قرضداره دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.