The news is by your side.

د اغزن سیم تېرولو لپاره د پاکستان نوی چل

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان پوځ د دې لپاره چې په افغانستان کې د اغزن سیم تېرولو پلان یې بریالی شي، دننګرهار په سرحدي ولسوالیو کې د خلکو په منځ کې د امن په نوم کمېټې جوړې کړي دي.

د پاکستان پوځ تر پخوا ډېر د ننګرهار ګوشتې او لعلپورې ولسوالۍ کې وړاندې راغلی دی.

د سیمې د اوسېدونکو پر وینا پاکستان څه باندې څلوېښت متره خاوره د اغزن سیم نه تېره کړې.

پاکستان پوځ د دې لپاره چې خلک ورسره د اغزن سیم په تېرولو کې مرسته وکړي او وړاندې راشي د امن په نوم کمېټې جوړې کړي دي.

د ننګرهار سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د پاکستان پوځ له څو کلونو وړاندې دا پلان پیل کړی او په دې وروستیو میاشتو کې بیخي ډېر وړاندې راغلي، دوی له حکومت غواړي چې ژر تر ژره یې مخه ونیسي، که نه نو پر خاوره او ناموس به مو له دې نور هم وړاندې را وخیژي.

پاکستان په ختیځو ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې له دې څو میاشتو را هیسې اغزن سیم تېر کړی او دا بهیر یې روان ساتلی دی.

د پاکستان پوځ د کونړ دانګام ولسوالۍ زیاته برخه لاندې کړې او اغزن سیم یې په کې تېر کړی، د کونړ پر نیمایي سیند یې هم اغزن سیم تېر کړی دی او په ځانګړې توګه هغو سیمو کې ډېر وړاندې راغلي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

همدا رنګه یې د ننګرهار په لعلپورې او ګ شتې ولسوالیو کې هم اغزن سیم تېر کړی او په نورو ولایتونو کې چې د پاکستان سره سرحد لري دروازې جوړې کړې وې چې د سیمې د خلکو له لوري ړنګې شوې.

پاکستانی پوځ د کونړ پر مرکز او ولسوالیو راکیټي بریدونه هم کوي، چې په وروستیو توغندیزو بریدونو کې یې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ملکي وګړي له حکومت غواړي چې د پاکستان د داس ګستاخانه چارې مخه ونیسي او د خپل هېواد، خاورې او ناموس ساتنه وکړي، دوی وایي که د حکومت له لاسه څه نه شي دوی ته دې امکانات برابر کړي، هم د پاکستان پوځ د بریدونو ځواب وایي او هم د اغزن سیم د تېرولو، چې یو لوېشت خاوره به هم ترې لاندې نه کړي، خو حکومت د وسي خلکو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

پاکستان هېڅکله د یو ښه ګاونډي په توګه افغانستان او د افغانستان خلکو ته ښه نه دی ثابت شوی، سره له دې چې سوداګریزې اړیکې خرابوﺉ، لارې تړي بندرونه بندوي او له افغان س داګرو سره ناوړه چلند کوي، ورسره د افغانستان په خاوره د ټولو اصولو خلاف یرغل کوي او د افغانستان سیمې نیسي، په سیمه کې ترهګر روزي او افغانستان ته یې د ډالۍ په توګه را لیږي، چې ډېر ژر به د ترهګرو د روزلو تور لېست ته هم ولاړ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance