عبدالله عبدالله: د سولې لپاره د طالبانو له حاضرېدو مننه کوم

خبریال وېب پاڼه/ د ملي پخلایني عالي شورا رییس رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د پلاوي په استازیتوب په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو افتتحایه ناسته کې د پیل وینا کوي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وایي له طالبانو مننه چې د سولې لپاره حاضر شول.

عبدالله وایي، جنګ پر جنګ نه ختمیږي، باید د یو سیاسي جوړ جاړي له لارې سره سولې ته ورسیږو او نور باید د افغانانو نسل وژنه بنده شي. موږ دولس زره هېواد وال شهیدان له لاسه ورکړل او له ١٥ زرو مو ډېر ټپیان ولرل.

موږ دواړه لوري باید د خپل ملت ازادې ارادې ته احترام ولرو او ورته غاړه کېږدو، د سولې پایښت د ملت له ارادې څخه منځته راځي.

عبدالله وایي، د افغانستان اسلامي جمهوریت له څو کلونو را هیسې سولې ته کار کول خپله شرعي او ملي وجیبه ګڼلې او دې لپاره مو عملي اقدامات کړي دي چې له ټولو یې یادونه وکړه.

ډاکټر عبدالله عبدالله وایي په ځانګړو دیني او ملي ورځو کې مو د اوربند غږ کړی او مننه چې طالبانو دې غږ ته لبیک ووایه او راسره یې بدرګه کړ.

عبدالله وایي د سولې لپاره مو عملي اقداماتو کې ډېره قرباني ورکړې. د سولې لپاره مو د طالبانو زرګونه بندیان ازاد کړل او مننه چې طالبانو زموږ بندیان خوشې کړل، زه ډاډه یم چې د هر خوشې شوي بندي په کور کې به خوشالي وي.

باور لرم که موږ ټول په صداقت او رښتینولۍ سره یو بل ته لاس ورکړو، په هېواد کې به د غم او جګړې خور شوی ټغر ټول شي.

موږ په نیک نیت قطر ته د خپل پلاوي سره راغلي یوو او هیله مند یوو چې دواړه لوري سره سلا شو او هېواد ته سوله یوسو.

پوره باور لرم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او اسلامي امارت تر منځ سوله د ټول هېواد د ثبات لپاره اړینه او ګټوره ده.

نن باید اجازه ور نه کړو چې راغلی فرصت مو له لاسه ولاړ شي او د جنګ اوږده موده مو لا پسې وغځیږي.

هر ملت همداشان تجربې په خپل تاریخ کې لري، هیله لرم چې د الله ج په مرسته او د ټولو په یووالي سولې ته ورسیږو.

نه یوازې د افغانستان ولس بلکې په ټوله نړۍ کې مو خواخوږي هېوادونه غواړي چې موږ له تاوتریخوالي او وژنې نه سره تېر شو.

موږ مسؤولیت لرو چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون خپل ملي بنسټونه تقویه کړو، موږ د بشر دوستانه اوربند غوښتنه کوو. فقر او بې وزلي په جګړه کې لا رېښې غځوي. د افغانستان خلک ستاسو مرستو ته اړتیا لري، هیله لرم د نړیواله ټولنه له سولې وروسته هم خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.

تېر ته ګرځېدل د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دی، د افغانستان جنګ د ټولې سیمې او نړۍ لپاره په زیان دی، د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو غواړو چې د افغان سولې لپاره خپلې مرستې ونه سپموي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More