The news is by your side.

افغان مرکچي پلاوی: تر ټولو لومړی په اروبند خبري کوو

خبريال ويبپاڼه /د معصوم ستانکزي په مشرۍ د افغان حکومت د سولي مرکچي پلاوي وايې چې د دوی د خبرو په جنډا کې اروبند لومړی او سره کرښه ده .
د روغي جوړي عالي شورا مشر هم نن د رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د سولي بين الافغاني مذاکرات به د اروبند په رامنځته کيدو سره پيليږي.
ښاغلي عبدالله رويټرز خبري آژانس ته دا هم وويل چې د ټول افغان ملت غوښتنه ده چې بايد د جکړې اور بند او دا شل کلنه جکړه پای وومې.

بايد وويل شي چې نن د ډيسمبر ۱۳ به د قطر په دوحه د افغان حکومت مرکچي پلاوی او د طالبانو مرکچي پلاوی ترمنځ په هغو خبرو اترو بحث وشي چې د دواړو لوريو د اجنډا په سر ، سر کې قرار لري.

تيره شپه ناوخته د افغانستان د بهرنيو چارو سرپریت وزير محمد جنيف اتمر خبريالانو ته وويل چې د دوی په اجنډا په سر کې اروبند او د رواني جکړي بندښت دی.
ښاغلي اتمر د خبرلانو ددې پوښتني په ځواب کې چې ايا افغان مرکچي پلاوی به د موقت حکومت پر سره له طالب مرکچي پلاوي سره هوکړه وکړي کنه هغه په ډير ټپنګار سره وويل چې نه هيڅ کله نه ځکه د هغه پخ خبر اوسني حکومت د افغان ملت په رايه راغلی نو دوی د ملت رايې ته سپکاوی نشي کولای.

هيره دي نه وي چ پرون د افغانستان په تاريخ کې د افغانانو لپاره يوه تاريخي او نه هيردونکي ورځ وو.
د قطر په دوحه کې افغانان د تيرې شل کلنې جکړي د پای ته رسيدو لپاره راټول شوي وه.

که څه هم د سولي د خپل منځي خبرو نن لومړی ورځ په ډير دوستانه ماحول کې د ګڼو هيوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو او سياسي استازو په شتون پيل او پای ته ورسيده.

بايد وويل شي چې پرون د سولي بين الافغاني مذاکراتو په درشل کې د افغانستان د روغي جوړي د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملا برارد د خبرو تر څنګ د ګڼو هيوادنو استازو او د بهرنيو چارو وزيرانو څرګندونې وکړې.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وويل چې موږ افغانانو ته دا تاريخي فرست برار کړ اوس د دوی کار دی چې له دې تاريخي فرست څخه څنګه ګټه اخلي په کوم ډول نظام هوکړه سره کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.