The news is by your side.

د کابل بازانو او سپين غر زمريانو لوبډلو تر منځ لوبه

خبريال ويبپاڼه/ نن يکشنبه د شپږيزي ملي سياليو څلورلسمه لوبه د سپين غر بازانو لوبډلي او سپين غر زمريانو تر منځ اوس مهال په غازي لوبغالي کې تر سره کيدونکي ده.
د لوبي پچه د کابل بازانو لوبډلي وګټله چې لومړی يې د توپ اچوني پريکړه وکړه چې په شلو اورنو کې د سپين غر زمريانو ۸ لوبغاړي وسوځول او ۱۴۳ منډي وکړي.

د کابل بازانو لوبډلي ښه لوبه وکړه ددې لوبډلي بارلرانو عظمت الله عمرزی په ۴ اوره کې ۳ لوبغاړی وسوځول او ۰۲ منډي يې ورکړل. ننګيالی خروټي په ۳ اوره کې د غوره بالينګ پرمټ ۲ لوبغاړی وسوځول او ۱۸ منډي يې ورکړي. ضيالرحمن په ۴ اوره کې ۲ لوبغاړي وسوځول او ۲۷ منډي يې ورکړي شريفي بيا هغه لوبغاړی وو چې په ۴ اوره کې يې ۳۱ منډي ورکړي خو کوم لوغاړي يې ونه سوځول نجات مسعود هم په ۴ اوره کې ۳۰ منډي ورکړي خو کوم کلوغاړی يې ونه سوځول.

بل پلو بيا سيپن غر زمريانو د کابلو بازانو ته ۱۴۳ مناسب هدف وټاکل ددې لوبډلي لپاره تر ټولو زياتي منډي بهير شاه ۳۷ منډي وکړي له هغه وروسته پرويز هغه لوبغاړی وو چې ۲۴ منډي وکړي، تيم سرخرودي هم ښه لوبه وکړه ۲۵ منډي يې د خپلي لوبډلي لپاره وکړې.

چې د اوس د کابل بازانو لوبډله ۱۴۳ منډو د‍ پوره کيدو په موخه په لوبغالي کې په لوبه بوخته ده چې تر دې مهاله يې د کوم لوبغاړی نه دی سوځيدلی چې لومړی اور تر سره کيدونکی دی په ۳ باله دری منډي جوړي کړي دي د ۱۴۳ منډو د پوره کيدو په موخه رحمان الله ګوربز او وسيم اکرام په سټاريک ولاړ دي تر دغه لوبه په خپله ګټه تمامه کړي.

هيره دې نه وي چې په دشپږيزه ليګ کې مس عينک لوبډله تر ټولو مخکښه او ورپسي په دويم نمبر کې بند امير لوبډله ده چې دريم کابل بازان څلورم بست ساتونکي ، پنځم سپين غر زمريان ، شپږم امو نهنګانو لوبډله ده.
بايد وويل چې شپږيزه ملي ليګ په داسی حال کې تر سره کيږي چې په افغانستان او نړۍ کې کرونا لړۍ روانه ده.

د افغان کرکيټ د رسنيو د برخي مشر فريد هوتک رسنيو ته ويلي چې دغه ليګ به د عامي روغتيا او نړيوال روغتيايې سازمان له سپارښتنو سره سم تر سره کيږي.

د ښاغلي هوتک په وينا د سږ کال شپږيزه ليګ به تر نورو ليګو يو څه متفاوت وي. فريد هوتک زياتوي چې سږ کال د کرونا د مخنوي په خاطر د نندارچيانو لپاره هم يو لړ شرايط ټاکل شوي دي.

 

بايد وويل شي د شپږي سيالۍ هر کال په دغو شپو کې په ډيرو شاندارو مراسمو تر سره کيږي چې د شپږو لوبډلو تر منځ د لسو اورنو لوبه تر سره کيږي.
چې د افعانستان له کوټ ، کوټ څخه په رزکونه نندارچيان د شپږيزي د ليدولو لپاره د غازي لوبغالي ته راځي.

د تير کال د شپږيزو جال سيالۍ د مس عينک لوبډلي وګټلي د محمد نبي عسي خيل لوبډل مشر وو.

چې د بالينګ په برخه د افغان ملي لوبډلي تکړه توپ اچوونکی نوين الحق هم ملګری وو.
او بيټنګ په برخه کې بريدګر ټوپ وهونکی ګبرز مس عينک تر ټولو تکړه لوبغاړي وو.

خو سږ کال معلومه نه ده چې ددې سيالۍ ګټه به د کومي لوبډلي په برخه کي وي ځکه په لوبډله او ټول کاري ټيم کې جوت تغيرات راغلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.