The news is by your side.

طالبان د جګړې د شدت په درشل کې د اوربند هیله مندي ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانانو د خپل منځي خبرو پیلېدو په درشل کې د طالب جنګیالیو جګړې او تاوتریخوالي لا زور اخیستی او په ځوابي بریدونو کې ورته درانه تلفات هم ور اوښتي.

په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي ویلي، هڅه کوي اوربند ته لار هواره شي.

قطر کې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال او د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي ملا احمدالله وثیق اوربند ته په اشارې ویلي، چې اوس مهال د جګړې په درشل کې د افغانانو لویه اړتیا او غوښتنه اوربند دی، چې ډېره مهمه مسله ده، خو دا چې اوربند به دایمي شي یا ټینګ شي که نه، دا به تر وخت وړاندې افغانانو ته هیله مندي ورکول وي.

ملا احمدالله وثیق په یوه مرکه کې ویلي، چې هڅه کوي د جوړجاړي له لار په افغانستان کې دایمي اوربند ته لار هواره کړي.

د افغانانو خپل منځي خبرې پرون شنبه سپټمبر ١٣مه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امریکایي او نورو بهرنیو چارواکو او استازو او یو شمېر هېوادونو بهرنیو چارو په حضور کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوي تر منځ پیل شوې.

د افغانستان د ملي پخلایني عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله چې د پلاوي مشري پر غاړه لري، ویلي دوی به له طالب پلاوي سره لومړی پر اوربند خبرې کوي او پر اوربند له سلا کېدو وروسته پر نورو مهمو مسلو سره بحث کوي او هوکړې ته به رسیږي.

ښاغلي عبدالله عبدالله ویلي، د افغانستان جګړه ٤٠ کالنه ده او دومره اوږده جګړه د دوو یا درې ورځو کې د حل خبره نه ده.

عبدالله عبدالله چې نن یې په قطر کې له خبریالانو سره لیدنه درلوده او د خبریالانو پوښتنې یې ور ځوابولې ټینګار وکړ، چې د جګړې له لارې هېڅکله سوله نه شي راتللی، د تاوتریخوالي کمښت او د اوربند رامنځته کېدل د افغان ولس غوښتنه ده او دا په ډاډ وایم چې اوربند حتمي دی او د دواړو لوریو د بحث لومړۍ موضوع هم دا ده.

عبدالله زیاته کړې، چې د ناستې په ځای کې د بهرنیانو حضور نه مني، خو که اړتیا وه، په هغه صورت کې به بهرنیانو ته د حضور اجازه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډه کې د شلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم ټینګار وکړ، چې د سولې خبرې دې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ پیل شي، افغانان خپلو کې سره پوهېدی شي او خپلې ستونزې به په ګډه سره حل کړي. خو که اړتیا وه په هغې صورت کې به یو شمېر هېوادونه د حل په موخه منځګړیتوب وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.