The news is by your side.

خالد: افغان ځواکونه سولې ته په احترام دفاعي حالت کې دي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد وایي، افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل عملیات درولي او د سولې پروسې ته د احترام او درناوي په موخه په دفاعي حالت کې دي.

اسدالله خالد وایي، قطر کې د افغانانو د خپل منځي خبرو په پیلېدو سره په یوه شپه او ورځ کې د طالبانو بریدونو او جکړو زور اخیستی.

د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد چې نن د مشرانو جرګې په هېواد کې د وروستي امنیت وضعیت په تړاو جرګې ته د استجواب لپاره بللی وو، زیاته کړه، چې د بین الافغاني مذاکراتو په پیل سره طالبانو د هېواد په شلو ولایتونو بریدونه کړي دي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه د سولې بهیر ته په احترام په دفاعي حالت کې دي.

یاده ناسته د اسدالله خالد په غوښتنه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.

طالبانو بیا ویلي، چې دوی د افغان ځواکونو د بریدونو په ځواب کې بریدونه او نښتې کړي دي.

د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغان حکومت پلاوي طالبانو مرکچي پلاوي ترمنځ د خبرو پیلېدو درشل کې طالبانو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې تاوتریخوالی خورا زیات کړی او په شلو ولایتونو کې یې بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په پرتله ریاته مرګ ژوبله طالبانو ته ور اوښتې.

په هېواد دننه د نظر خاوندان او شننوونکي وایي، چې طالبان د بریدونو پر زیاتوالي غواړي د مذاکراتو پر مېز پر حکومتي پلاوي فشار وارد کړي او ځان پیاوړی وښیي څو د دوی غوښتنې ومنل شيئاً.

ورسره جوخت بیا په قطر کې حکومتي او طالب پلاوو مشرتابه د اوربند د ټینګېدو یاده کوې ده.

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله چې د پلاوي مشري تر غاړې لري ویلي، له طالبانو سره په خپل منځي خبرو کې لومړی بحث پر اوربند دی او له هغې وروسته به نورو پر موضوعاتو بحث ته ورځي.

بل لور د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مشر او پلاوي غړي ملا احمدالله وثیق هم ویلي چې د افغتن ولس په غوښتنه به اوربند کوي خو تر وخت وړاندې هیله مندي نه ورکوو، کېدی شي چې دایمي اوربند قایم نه شي خو هڅه کوو د جګړې حل او اوربند ته لارې هواري کړو.

سبا به د قطر پلازمېنې دوحه کې د حکومت او طالب پلاوو ترمنځ یوازې او دوه په دوه ناسته وي چ هېڅ کوم بهرنی استازی یا چارواکی به په کې ګډون ونه لري، خو بیا هم د اړتیا په صورت کې او پر موضوعاتو د بحث په جنجالي کېدو به بهرني استازي وکولی شي چې مرسته وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.