The news is by your side.

د غزني والي د سل ګونو سرتيرو قاتل

خبريال ويبپاڼه /د غزني والي وحيدالله کليزی چې له کله چې په غزني ولايت ته راغلی په دغه ولايت کې نا امني اوج ته رسيدلي هره ورځ په لسهاوو سرتيري، ملکي وکړي په دغه ولايت کې شهيدانيږي او بې شمير نور ټپيان کيږي.

داسي ورځ به نه وي چې د غزني ښار يه څو کيلو مترۍ کې دې جکړه نه وي. هره ورځ د غزني په مرکز نو اباد ، لوی ارزو ، وړوکی ارزو کې دې جکړه مرګ او ژوبله نه وي شوي. ددې ټولو کليو خلکو څخه کورونه ، ځمکې کروندي هر څه پاتي په يوه لوی ناروين اخته شوي دي. هره ورڅ يې له يوې خوا د حکومت اووانونه په کورنو کې لګيږې له بلې خوا طالبانو په کورنو کې مرچې نيولي. هره ورځ پکې د يوه قيامت په شان پکې تيريږي.

د سيمې خلکو خبريال ويبپاڼې ته په راليږو خبرو کې ويلي چې څو ځله د غزني والي وحيدالله کلميزي ته ورغلو خواست مو ورته وکړ چې طالبان خو هسي هم په عامو خلکو زړه نه سوځوي تاسي له موږ سره مرسته وکړئ ، تاسي موږ غږ واورئ ددې سرچينې په وينا د غزني والي ددې پر ځای چې د جنګ جکړي ارو را کم لا دې ارو ته لمن وهي.

ددې تر څنګ غزني ميشتي واېي چې وحيدالله کليمزی له طالبانو سره لاس لري او هره ورځ دد له لاس لس ګونو سرتيري ، ملکي وګړي شهيدان او ټپيان کيږي بلکې ړا تورنه هم شته چې دې والي د غزني ولايت په ټولو ادارو کې خپل خپوان مقرر کړي دي.

د غزني په ديک ولسوالي کې له موټر بم چاودني وروسته د ملي پوليسو يوه قوماندان د نوم نښودلو په شرط خبريال ويبپاڼې ته وويل د غزني والي او امنيه قوماندان له طالبان سره لاس لري ځکه دی زياتوي کله چې په ديک والسوالۍ طالبانو موټر بم چاودنه کوله دوی مخکي خبر وو خو.د امنييه قوماندان اجازه نه ورکوله چې د ولسوالي شاه خوا مرچې ونسي او ددې موټر بم مخه ونسي.

د يادونې وړ ده چې غزني ولايت هغه ولايت دی چې د افغانستان جنوب له مرکز کابل سره نيښلوي او د کابل کنداهار په لويه تجارتي لاره پروت ولايت دی چې ددې ولايت په اوږدو کې څو ځايه طالبانو ګمرکونه جوړ کړي چې له هر باروړنکي موټر څخه له ۵۰۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰ زره روپۍ اخلۍ.

 

هيره دي نه وي چې څو ورځي مخکي د غزني مرکز په څو کيلو مترۍ کې يو سرتير له تندي شهيد او ۶ تنه نور طالبانو ژوندي ونيول .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.