The news is by your side.

بين الافغاني مذاکرات د کوم لامل له مخې وځنډيدل

خبريال ويبپاڼه /د حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې د یو شمیر موضوعاتو پر سر د اختلاف له امله ځنډېدلي دي.
د حکومت او طالبانو خبرې چې په پام کې وه نن په رسمي توګه په قطر کې پیل شوې وای، ځنډېدلي دي.یو شمیر پاکستاني رسنیو د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر او ددې ډلي د مرستیال ملا برادر له قوله راپور ورکړی دی چې د یو شمیر موضوعاتو لکه د سنګسار حکم رفع او د غلو د لاس پرې کولو موضوع پر سر د دواړو خواوو نه هوکړه کول یاد شوې دي.

طالبانو ویلي دي چې هیڅکله به د دغه دوو موضوعاتو پر سر هوکړه ونه کړي.دا په داسي حال کې ده چې د دواړو خواوو د تماس دلې پرون له یو او بل سره لیدلي دي.

په ورته مهال د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی دی.په پام کې ده چې خلیلزاد په دې سفر کې د پاکستان لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره لیده کاته وکړي.

خو داسي ويل کيږي دغه اخطلافات ډير واړه او سطحي ده چې ډير ژر به دواړه لوري سره پري سلا شي.

د طالبان د مرکچي پلاوي غړي ملا عبدالحق وثيق رسنيو ته ويلي چې په دغه موضاعاتو به طالب او د افغان حکومت مرکچي پلاوی ډير ژر يوې هوکړي ته ورسيږي.
د ښاغلي وثيق په خبره د خبرو پيل به له هغو خبرو څخه کوو چې اسانه او د دواړه لوريو ترمنځ پرې توافق راشي.
که څه هم د سولي د خپل منځي خبرو لومړنی ورځ په ډير دوستانه ماحول کې د ګڼو هيوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو او سياسي استازو په شتون پيل او پای ته ورسيده.

تيره شپه ناوخته د افغانستان د بهرنيو چارو سرپریت وزير محمد جنيف اتمر خبريالانو ته وويل چې د دوی په اجنډا په سر کې اروبند او د رواني جکړي بندښت دی.
ښاغلي اتمر د خبرلانو ددې پوښتني په ځواب کې چې ايا افغان مرکچي پلاوی به د موقت حکومت پر سره له طالب مرکچي پلاوي سره هوکړه وکړي کنه هغه په ډير ټپنګار سره وويل چې نه هيڅ کله نه ځکه د هغه پخ خبر اوسني حکومت د افغان ملت په رايه راغلی نو دوی د ملت رايې ته سپکاوی نشي کولای.

خو بل پلو تيره غوڼډي ته په کتو داسي ويل کيږي چې دواړه لوري د خبرو په حل پس ګرځي.

ځکه د طالبانو د قطر سياسي دفتر وياند هم له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې موږ د کوم امتياز لپاره نه يو راغلي بلکي د افغانستان د خلکو په خوښه به د يوه نظام د جوړولو.لپاره خبري اتري کوو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.