The news is by your side.

پاکستاني پوځ د پښتنو د ځپلو په موخه عمليات پيل کړې

خبريال ويبپاڼه /د پاکستان پوځ له څو وروځو راهسي په دې پلمه چې په شمالي وزيرستان او د کرښي هغې نورو پښتون ميښتو سيمو کې د ترهګرو پټنځايونه له منځه وړي د پښتنو د ځپلو په موخه سخت علميات پيل کړي دي.
پرون شنبه د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پاکستاني طالبانو يوه قوماندان يې وژلی او ګڼ نور ټپيان دي.

خو د پاکستاني طالبان له خوا رسنيو ته په راليږل شوي بيان کې ويل شوي چې پاکستان پوځ تر اوسه ددوی کوم غړی نه دی وژلی بلکي دوی چې د کوم کس د وژلو ادعا کړي هغه د شکتوې سيمې يو ملکي وکړی دی چې د سرک جوړولو په پروژه کې يې کار کاوو.

پاکستان څو ځله مخکې هم د (ضرب غضب) په نامه علميات په شمالي او جنوبي وزيرستان کې تر سره کړل چې په سل ګونو عام او بې ګناه پښتانه پکې شهيدان او زرکونه نور بې کوره او زخميان شول.
پاکستاني پوځ د ضرب غضب په علمياتو کې له يوې مخې د خلکو کورونه ړنګول او هر څوک چې به په مخه ورتلل يا وژل او يايې له ځان سره وړل.

اوس ددې پوځ له لوري تر ۲۰۰۰ زور زيات پښتانه تري تام دي چې مرګ او ژوند يې نه دی معلوم.

بايد وويل شي چې له تيرو څو ورځو راهسي په شمالي وزيزستان د شکتوې په سيمه کې د پاکستاني پوځ له خوا کرځ بنديز لګول شوی.
او ددې سيمه ۴۰۰ تنه پښتانه يې نيولي له نيولو وروسته د سيمې خلکو رسنيو ته ويلي چې پاکستان پوځ په دغه سيمه کې سخت ظلم شروه کړی دی.

د شمالي وزيرستان د شکتوې سيمې يوه اوسيدونکي عبدالمطلیب رسنيو ته ويلي چې کله په پوځ چاودنه وشوه د پوځ سرتيري کلي ته ورغلل څوک چې په مخه ورتلل وهل او ډبول يې د ښاغلي عبدالمطليب په وينا ددې کلي تر ۲۰۰ زيات وګړي د پاکستاني پوځ له لوري سخت ووهل شول.

دی زياتوي پوځ آن په هغو کاريګرو هم زړه ونه سوځول چې سره لمر ته يې د سرک په جوړولو کې کار کوي.

همدا راز عبدالطليب وويلل چې د شکتوي په ښوونځي تر اوسه له پاکستاني پوځ سره بنديان دي په داسي حال کې ځينو کسان خو سخت ژوبل او زخميان وو ځکه د پوځ سرتيرو داسي بې دريغه وهل کول چې د ډيرو سرونه او لاسونه مات يې کړل.

د هغه په خبره که پوځ دومره ميړنۍ وي هغه څوک دي ونسي چې دا ډول چاودني کوي د دوی يوازي په عامو خلکو ډير ښه زور بر دی.

هيره دې نه وي چې په پښتون ميشتو سيمو کې دا ډول چاودني په خپله د پاکستان پوځ او ددې هيواد استخباراتي اداره کوي تر څو په دغه سميو کې د پښتو ځپلو او ترهګړو روزني ته لار هواره کړي.

څو ځله مخکې هم د ترهګرو د نيولو او علمياتو په بهانه د پاکستان پوځ شمالي او جنولږبي وزيرستان کې ګڼ پښتانه شهيدان زخميان او بې شميره نور يې بې کوره او کورونه يې په دې بهانه ور وسوځول چې دلته ترهګره پټ شوي دي. حال دا چې دا پوځ په خپله د ترهګرو ځاله ده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.