د مثبتو پېښو پر لوړېدو د پولیو ضد واکسین بیا تطبیقیږي
خبریال وېب پاڼه/ هېواد کې د کرونا وبا له خپرېدو او ترې د مخنیوي او خویتوب په موخه د پولیو د واکسینو تطبیق ځډېدلی وو.
په وروستیو کې د هېواد په زیاتو ولایتونو کې د پولیو د مثبتو پېښو د شمېر په لوړېدو د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا د پولیو واکسین تطبیقوي.
د کرونا وبا په څه نا څه مهارېدو سره په لسو ولایتونو کې د پولیو واکسین تطبیقېدل، چې اوس مهال د دې ناروغۍ د پېښو پر لوړېدو د عامې روغتیا وزارت اړینه وګڼله چې سر له نن وږي میاشتې ٢٤ مې څخه تر ٢٨مې نېټې پورې د هېواد په شلو ولایتونو کې پولیو ضد واکسین تطبیق کړي. چې شا خوا شپږ میلیون ماشومانو ته به د پولیو ضد واکسین څاڅکي واچول شي.
عامې روغتیا وزارت اعلامیه خپره کړې او له ټولو هېواد والو یې غوښتي چې د پولیو پر ضد له پنځه کالنۍ ښکته خپل ټول ماشومان واکسین کړي. یاد وزارت اندېښنه ښیي چې ممکن دوه میلیون ماشومان د پولیو ضد واکسینو له تطبیق بې برخې پاتې شي.
د کرونا وبا له کبله د پولیو ضد واکسین د تطبیق ځنډېدلو له کبله په لومړیو دریو میاشتو کې ١٣ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې اوس دا شمېر تر هغې نوره هم لوړه شوې ده. او ٤٥ ماشومان کې د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د افغانستان په نا امنو سیمو کې لا هم ماشومان د پولیو ضد واکسینو له څاڅکو بې برخې دي او همدا لامل دی چې دا ناروغي په هېواد کې نه ده ورکه شوې.
د نورو هېوادونو ماشومان له دې ناروغۍ نه کړیږي، په ټوله نړۍ کې او په ځانګړې توګه په اسیا لویه وچه کې افغانستان او پاکستان یوازني هېوادونه دي چې د ماشومانو د فلج یا پولیو ناروغي په کې دوام لري.
افغانستان کې د ماشومانو فلج یا پولیو ناروغۍ د اوږدېدو لامل څو کلنه اوږده جګړه ده، چې زیات شمېر ماشومان له دې واکسینو بې برخې پاتې دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.