The news is by your side.

شاهدي او بريدګر بيټنګ

خبريال ويبپاڼه/ نن دو شنبه د شپږيزي ملي سياليو شپاړسمه سيالي کې د ملي لوبډلي تکړه لوبغاړي حشمت الله شاهدي د خپلې لوبډلي مس عينک لپاره بريګر بيټنګ وکړ چې ۹۷ ناسوځيدلي منډي يې جوړي کړي.
ننۍ لوبه چې د سپږي ليګ ملي سياليو کې د مس عينګ او بازانو لوبډلو تر منځ د کواټر فاينل ډير مهميه لوبه اوس مهال په غازي لوبغالي کې تر سره کيدونکي ده.

د لوبي پچه د کابل بازانو لوبډلي وګټله چې لومړی يې د توپ اچوني پريکړه وکړه چې په شلو اورنو کې يې د مس عينک لوبډلي ۳ لوبغاړي وسوځول او د سپين غر زمريانو لوبډلي لوبغاړو ورته د ۲۰۸ منډو.لوړ هدف وټاکه .

د کابل بازانو لوبډلي نن چندان د بالينګ په برخه کې ښه لوبه ونه وکړه ددې لوبډلي بارلرانو عظمت الله عمرزی په ۴ اوره کې کوم لوبغاړی يې ونه وسوځول او. ننګيالی خروټي هم نن ښه ونځليد په ۴ اوره کې د خپل بالينګ پرمټ ۲ لوبغاړی وسوځول او ۴۲ منډي يې ورکړي. ضيالرحمن شريفي هم نن سخت تر فشار لاندي وو شريفي په ۴ اوره کې ۱ لوبغاړي وسوځول او ۴۰ منډي يې ورکړي نجات مسعود اوزيا اکبر هغه بالران وو چې ويې نشول کولای د مس عينک لوبډله له ډيرو.منډو جوړولو څخه راوګرځوي.

بل پلو بيا د مس عينک لوبډلي د دکابل بازانو ته ۲۰۸ لوړ هدف وټاکل ددې لوبډلي لپاره تر ټولو زياتي منډي حشمت الله شاهدي ۹۷ منډي وکړي له هغه وروسته غمی ځدارڼ هغه لوبغاړی وو چې ۴۶ منډي وکړي، محمد شاهزاد محمدي هم ښه لوبه وکړه ۴۰ منډي يې د خپلي لوبډلي لپاره وکړې.

چې د اوس د کابل بازانو لوبډله ۲۰۸ منډو د‍ پوره کيدو په موخه په لوبغالي کې په لوبه بوخته ده چې تر دې مهاله يې د ۱ لوبغاړی رحمان الله ګوزبز سوځيدلی چې تر دې دمه ۴ اور تر سره شوي دی د کابل بازانو ټول ټال ۵۵ منډي کړي دي.
د کابل بازانو لوبډلي تکړه توپ وهونکي نور علي ځدراڼ او صديق اتل د ۲۰۸ منډو د پوره کيدو په موخه په سټاريک ولاړ دي تر څو دغه لوبه په خپله ګټه تمامه کړي.

بايد وويل شي چې د سپږيزي ليګ ملي ساليو د شپږو لوبډلو څخه يوازي څلور لوبډلو مس عينک، کابل بازان ، بست ساتونکي او بند امير لوبډلي تر کواټر فاينل پوري را رسيدلي دي.
په ننۍ لوبه کې به يوه لوبډله نيغ په نيغه پای لوبي ته لار مومي او يوه به ماسپښن له لوبې ورسته يا له ليګ څخه وځي او يابه نيمه پای لوبي ته وځي.

بايد وويل شي د شپږي سيالۍ هر کال په دغو شپو کې په ډيرو شاندارو مراسمو تر سره کيږي چې د شپږو لوبډلو تر منځ د لسو اورنو لوبه تر سره کيږي.
چې د افعانستان له کوټ ، کوټ څخه په رزکونه نندارچيان د شپږيزي د ليدولو لپاره د غازي لوبغالي ته راځي.

د تير کال د شپږيزو جال سيالۍ د مس عينک لوبډلي وګټلي د محمد نبي عسي خيل لوبډل مشر وو.

چې د بالينګ په برخه د افغان ملي لوبډلي تکړه توپ اچوونکی نوين الحق هم ملګری وو.
او بيټنګ په برخه کې بريدګر ټوپ وهونکی ګبرز مس عينک تر ټولو تکړه لوبغاړي وو.

خو سږ کال معلومه نه ده چې ددې سيالۍ ګټه به د کومي لوبډلي په برخه کي وي ځکه په لوبډله او ټول کاري ټيم کې جوت تغيرات راغلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.