د انګورو ځني طبي ګټي

خبريال ويبپاڼه /انګور چې په لومړي ځل په فرانسي کې رامنځته او وکرل شول بيا وروسته دفرانسې د سوداګرو له خوا د نړۍ بيلابيلو برخو ته ورسيدل چې آن اوس د نړۍ په هر کوټ کې خلک ورسره اشنا د يوې زياتي خوښوونکي ميوې په توګه د خلکو په منځ کې زيات مشهور دي.
انګور چې په لومړيو کې خلک سم ورسره نه پوهيدل خو اوس ددې ميوې په لس کونو ډولونه شتون لري او نه پوازي دا چې انګور په خپل وخت کې خوړل کيږي بلکي اوس دا ميوه د کال په هر موسم کې پيداکيږي حتی چې خلک يې وچوي او بيلا بيل ډول مميز ترې جوړوي.

انګور ددې تر څنګ چې خوندور او خوږ خوند لري بلکي دغه ميوه ګڼې طبي ګټي هم لري. په انګورو کې په پراخه پيمانه پولاد او اوسپنه شتون لري چې د هغو.خلکو لپاره خوراک خورا ګټور دی چې د ويني له کمښت او خورا ځواکۍ سره مخ دي.

انګور د اميندوارو ميرمنو لپاره هم خورا ګټور او بايد حتمن اوميندواري ميرمني تر ولادت مخکي او ورسته وخوري تر څو.له هغوی د وينۍ کمښت بيرته پوره او پياږړي شي.

دا هم بايد وويل شي چې انګور د هغه کسانو لياره هم تر تولو ګټوره ميوه ده چې د زوه ناروغي ولري انګور د زړه د ناروغي مخنيوی کوي او د ويني جريان منظوي.
انګور د هغو کسانو لپاره هم ګټور دي چې د سر درد يا نيم سر دردي ولري ځکه ددې ميوې په خوراک سره زموږ د ويني جزيان منظميږي ځکه سردري هم ډيری وخت د ستړيا او په بدن کې د وينې د جريان د سستوالي له امله را پيدا کيږي. دا انګور دي چې د کولګوز کچه مو په بدن کې لوړوي او زموږ بدن ته ډير ژر انرژي وربښي.

انګور زموږ د بدن دفاعي سيستم قوي او پياوړی کوي د انګورو په خوراک سره موږ بدن د ځينو ناروغيو په یدل کې قوي کيږي او کولای شي د ځينو ناروغيو.مخه ونيسي.
هغه څوک چې د سږو ناروغي ولري او په ساه اخييستلو کې کومه ستونزه ولري بايد انګورو څخه استفاده وکړي ځکه طبي کارپوهان هغو.خلکو د انګور د خوراک توصعه کوي چې د سږو.په تلکليف اخته وي.

خو هغه کسان چې نزله او يا يخ هلي وي د انګور له خوراک سره بايد احتياط وکړي انګور بايد په داسي وحت کې ونه خوري چې زوکام وي نزله ولري ځکه د انګورو په خوراک سره يې دغه ناروغي نوره هم زياتيږي.

هيره دي نه وي چې انګور د سرطان او تومرو ضد خاصيت لري نو ويلای شو چې انګور د سرطان مخه نيولای شي.
ځکه هغه کسان چې له انګورو څخه ډيره استفاده کوي په سرطان کم اخته کيږي.

انګور د ويني فشار لپاره ګټوره ميوه ده چې که څوک د دويني لوړ يا ټيټ فشار ولري بايد له انګورو څخه په ورځني ډول استفاده وکړي.

انګور د پوتاشيم په شتون سره د ګردو.لپاره هم ګټور دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum