The news is by your side.

جګړې د افغانستان څه باندې یو نیم لک کورنۍ خوارې کړي

خبریال وېب پاڼه/ ١٩ کالنې جګړې د افغانستان د ولسي وګړو، نظامیانو او مخالفینو ١٥٧ زره کورنۍ خوارې کړې.

د امریکا د براون پوهنتون له ٢٠٠١ز کاله تر ٢٠١٩ز کال نومبر تر میاشتې په افغانستان کې په جګړو کې د وژل شویو کسانو شمېرې لیکلي، چې ټول ټال ١٥٧زره ولسي وګړي، نظامیان او د حکومت مخالفین وژل شوي دي.

د امریکا براون پوهنتون د واټسن څېړنیز مرکز له لوري، شوې څېړنې د امریکا، اروپا، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو باوري سرچینو پر اساس را ټولې کړي دي.

واټسن څېړنیز مرکز یاده کړې چې د جګړې له پیله تر ٢٠١٩ز کال نړمبر میاشتې پورې څه باددې ٤٣زره ولسي وګړي، ٦٤زره امنیتي ځواکونه شهیدان شوي او ٤٢ زره د دولت مخالفین وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې بیا د ٢٠١٩ز کال د نومبر میاشتې راهیسې تر دې دمه د مړو شویو افغانانو شمېرنه کړې، چې پر وینا یې ١٣زره کسانو په جګړو کې ژوند بایللی.

د دې له منځه ډېرو ولسي وګړو د طالبانو په جګړو، بریدونو د طالبانو له لوري په لویو چاودنو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ١٥٧زره وګړو په وژل کېدو سره د افغانستان ١٥٧ زره کورنۍ خواري شوي دي، ولسي وګړي، امنیتي ځواکونه او مخالفین چې زیاته برخه یې طالبان دي او دلته ژوند کوي، په وژل کېدو یې کورنۍ او ماشومان خوار شوي او بې سرپرسته شوي دي.

د افغانستان کورنۍ په مستقیمه توګه له دې جګړو زیانمنې دي، که طالب وژل کیږي هم د دې خاورې وګړی دی، که سرتېری مري هم د دې خاوری اولاد دی او ولسي وګړي چې بې طرفه دي په دې جنګ کې بې ګناه را ښکاږل کیږي، مري او قربانۍ ورکوي.

اوس مهال په افغانستان کې داسې کورنۍ نشته چې په لسیزو جګړو کې به یې خپلې د کورنۍ یو غړی له لاسه نه وي ورکړی.

له دې جګړو او وژنو بیا افغان مېرمنې ډېرې اغېزمنې دي، د یو کس په وژل کېدو، یوه مېرمن خپل خاوند له لاسه ورکوي، یوه لور پلار له لاسه ورکوي، یوه مور زوی له لاسه ورکوي او یوه خوره ورور له لاسه ورکوي، د افغانستان په جګړو کې شهیدان شويو وګړو میلیونونه مېرمنې اغېزمنې کړي، میلیونونه مېرمنې یې پر زړونو سورۍ کړي او د میلیونونو مېرمنو کورونه وران شوي دي.

افغانان او په ځانګړې توګه افغان مېرمنې د جګړې د بس کېدو کلکه غوښتنه لري، دوی نه غواړي نور خپل پلار، ورور، خاوند یا زوی له لاسه ورکړي. او له طالبانو په ټیګار غواړي چې په لاس ورغلي تاریخي فرصت نه مثبته ګټه واخلي او نور خپل انسانیت وښیي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance