The news is by your side.

سږ کال به د بادغیس او سمنګان پسته ٣٠٠٠ ټنه حاصلات ولري

خبریال وېب پاڼه/ په بادغیس او سمنګانو ولایتونو کې ٣ زره ټنه پسته تولید شوې چې د کرنې وزارت پر وینا د تېر کال په پرتله څو برابره زیاتوالی لري.

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، بادغیس ولایت کې هغه ځمکې چې په تازه وختونو کې د پستې پر باغونو بدلې شوې وې، زیات حاصلات به ولري.

یاد وزارت دا راز یادونه کوي، چې په سمنګانو ولایت کې به هم د پستې د باغونو حاصلات زیات وي، په سمنګان ولایت کې سږ کال ٦٩ ټنه د پستې د تولید وړاندوینه شوې ده او همدا راز په بادغیس ولایت کې د ١٥٠٠ ټنه پستې د تولید وړاندوینه شوې ده. بادغیس ولایت که ٢٧ نه تر ٣٠ زره هکټاره ځمکه طبیعي پسته لري.

بادغیس ولایت کې کې کروندګر او باغداران اوس هڅه کوي، د غنمو پر ځای هم پسته وکري او ډېره ګټه لاسته راوړي، باغدران یې هم خوښ دي، چې حاصلات یې ډېر دي او وایي، د بادغیس پسته په ټول هیواد کې مینه وال لري او په ښه بیه پلورل کیږي.

تازه څېړنې ښیي، چې د کابل، کندهار، فراه، نیمروز، زابل، هلمند او غزني ولایتونو ښه اوبه، هوا او خاوره د پستې د کرکیلې لپاره مناسب دی.

د افغانستان پسته د نورو هېوادونو د پستې په نسبت، خوږه، خوندوره او طبیعي ده، چې له دې کبله په نړیوالو بازارونو ښه مارکېټ او پېر او پلور لري.

د پستې ځنګلونه د افغانستان، په شمالي، ختیځ او لویدیځ ولایتونو پورې دوام لري، دا باغونه په یوه کمربند کې د بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل، غور، بادغیس او هرات ولایتونو کې شتون لري.

کابل کې هم دوه جریبه ځمکه د پستې له پاره جوړه شوې چې اوس یې پایله مثبته شوې ده.

افغانستان په کرنیزه برخه تر ډيره غني هیواد دی خو د کرنیزو پوهانو په باور پاملرنه ورته ډیره نه کیږي.

سږ کال په هېواد کې د ډېرو کرنیزو توکو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات وو.

اوس مهال افغانستان په کرنیزه برخه کې د ځان بسیاینې پر لور روان دی خو د کرنیزو پوهانو په باور که دا هڅې ګړندۍ شي نو هیواد به د نورو هیوادونو له احتیاجه په کرنیزه برخه کې خلاص وي. او نورو هېوادونو ته به هم ښه حاصلات صادروي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.