The news is by your side.

بغلان کې څو ورځني شدید جنګ ٤٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېب پاڼه/ په قطر کې د افغانانو د خپل منځي خبرو درشل کې د بغلان ولایت په ٤ ولسوالیو کې  له درې ورځو را هیسې په جګړه کې ٤٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بغلان ولایت سیمه اییز چارواکي وایي، د څلور ورځو را هیسې د بغلا په نهرین، تاله او برفک، مرکزي بغلان، او برکه ولسوالیو کې جګړه روانه ده چې له امله ٤٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بغلان ولایتي شورا غړی فېروزالدین ایماق هم د بغلان ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شدید جنګ تایید کوي او وایي، چې په ٤٠ سرتېرو کې د امنیتي ځواکونو په شمول د ملي اردو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

ښاغلی ایماق وایي، د تاله او برفک او برکې ولسوالۍ یو شمېر برخې د طالبانو لاس ته لوېدلي او جګړه د یادو ولسوالیو مرکز ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې ورځ په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مخامخ ناسته پیل شوه، چې له هماغې ورځې را هیسې په هېواد کې جګړې لا زور اخیستی.

ټاکل شوې وه چې نن دوحه کې د دواړو خواوو د مرکچي پلاوو ترمنځ خپل منځي ناسته وشي او پر اوربند سره هوکړې ته ورسیږي، خو د یو شمېر وړو اختلافي مسایلو له کبله یاده ناسته وځنډېده.

پرون ملي دفاع وزارت هم ویلي وو، چې طالبانو د خپل منځي خبرو په درشل کې په شلو ولایتونو بریدونه کړي دي، پرون او وړمه شپه د طالبانو په ټولو بریدونو کې درانه تلفات ور اوښتي وو، خو یو شمېر ولایتونو کې جګړه بیخي شدیده شوې ده.

پرون د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد مشرانو جرګه کې په استجوابیه ناسته کې ویلي وو، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د سولې پروسې ته په احترام په دفاعي حالت کې دي.

طالبانو پرون ویلي وو، چې دوی د افغان ځواکونو د بریدونو په ځواب کې بریدونه او نښتې کړي دي.

په هېواد دننه د نظر خاوندان او شننوونکي وایي، چې طالبان د بریدونو پر زیاتوالي غواړي د مذاکراتو پر مېز پر حکومتي پلاوي فشار وارد کړي او ځان پیاوړی وښیي څو د دوی غوښتنې ومنل شي.

ورسره جوخت بیا په قطر کې حکومتي او طالب پلاوو مشرتابه د اوربند د ټینګېدو یاده کړې وه.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مشر او پلاوي غړي ملا احمدالله وثیق هم پرون ویلي وو، چې د افغتن ولس په غوښتنه به اوربند کوي خو تر وخت وړاندې هیله مندي نه ورکوو، کېدی شي چې دایمي اوربند قایم نه شي خو هڅه کوو د جګړې حل او اوربند ته لارې هواري کړو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.