افغان سوله I S I او د پاکستان پوځ
خبريال ويبپاڼه که څه هم د سولې پروسه د ټولو افغانانو لپاره يوه ملي پروسه ده بايد هيچا ته ددې ملي پروسې د ګډوډولو اجازه ورنه کړل شي. دا اوسني د سولې فرست د زرګونو افغانانو په مرګونو او لکونو افغانانو په زخمي کيدو بې کووره کيدو او داسي ګڼو نورو بد بختيو په قيمت رامنځته شوی دی.
په اففانستان کې څه باندي څلويښت کاله وشو چ چې د جکړي اور بل دی دې اور د افغانستان هر څه وسوځول او هر څه ته داسي زيان واړاوړ چې په راتلونکي سل کونو ايله جبران شي خو په هغه وخت کې سوله او ټيکاوو وي.
خو هيره دي نه وي چې تيره شنبه د افغانستان په تاريخ کې د افغانانو لپاره يوه تاريخي او نه هيردونکي ورځ وو.
د قطر په دوحه کې افغانان د تيرې شل کلنې جکړي د پای ته رسيدو لپاره راټول شوي وه.
که څه هم د سولي د خپل منځي خبرو نن لومړی ورځ په ډير دوستانه ماحول کې د ګڼو هيوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو او سياسي استازو په شتون پيل او پای ته ورسيده.
خو اوس پوښتنه دا ده چې د پاکستان استخباراتي اداره I S I او ددې هيواد پوځ چې د افغاني طالبانو جوړونکو پرړژې بلل کيږي له زړه وغواړي چې په افغانستان کې سوله راشي کنه؟
په پاکستان او نړي ورستيو حالاتو ته په کتو په تيره بيا په پاکستان کې ځينو حالاتو لکه ددې هيواد اقتصادي بحران او ډيوالي کيدل په نړيواله کچه په تيره بيا د امريکا فشار پر پاکستان او د پيسود سپينو او ترهګرۍ پر ضد د نړيوالې محکمې له خوا پاکستان د ترهګرو په ملاتړ په تورليست کې شاملول هغه لاملونه دي چې سړی خوشبين کوي چې شايد پاکستان وغواړي په افغانستان کې سوله راشي.
پر پاکستان د امريکا فشار
داسي ويل کيږي چې د زلمي خليلزاد له پرلپسي سفرونو ورسته د پاکستان پوځ قانع شوي چې د يو لړ شراط په ترڅ کې افغاني طالبان د سولي خبرو ته کينوي.
څو ورځي مخکي د طالب مشرانو سفر اسلام اباد ته سفر او هلته د اس ايس ایای او دپوځي چارواکو سره له خبرو او پټو ناستو څخه دا په ډاګه کيږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادره تر يولړ نړيوالو فشارنو لاندي ده.
داسي ويل کيږي د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه په طالب مشرانو دری غوښتني منلي وي لومړی هغه د لانجمنو بنديانو له يو مخيز خوشي کيدو څخه د طالبانو تيريدل او دوهمه غوښتنه يې له افعان حکومت سره د سولي ميز ته کيناستل او دريمه هغه يې د پاکستان ځني غوښتني په پام کې نيول وو.
د دوحي په لومړۍ پرانست غونډه کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم په خپلو خبرو کې ورته ټکو ته اشاره وکړه.
د امريکا او نړيوالو له فشار وروسته پر پاکستان بل غټ فشار ددې هيواد اقتصادي بحران دی تيره مياشت کې يو راپور خپور شو چې پکې ويل شوي وو پاکستان حکومت له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۰ پوزي ۱۱ تريليونه ډالر قرضداره شوی دی. چې دغه رقم ورځ په ورځ لوړيږي د اقتصادي چارو د پوهانو په وينا که په پاکستان کې دې ته ورته حال روان پاکستان حکومت به دغه پورنه هيڅ کله ادا نه کړي بلکي تريليونه ډالر به نور هم قرضداره شي.
بايد وويل چې د پاکستان تر نيمايې زياته بوديجه ددې هيواد په پوڅ او د ترهګرۍ په تمويل مصرفيږي د پاکستان ميليونونه ډالر هر کال د افغانستان په جکړي او افغاني طالبانو.مصرفيږي.
نو ويلای شو چې پاکستان خراب اقتصادي حالت اړ کړی چې افغاني طالبان سولي ته کينوي او په افغانستان کې شته جکړه څه ناڅه راکمه کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.