The news is by your side.

د نعيم او نادري ګډي اعلاميې افعانان سخت خوشاله کړي

خبريال ويبپاڼه /پرون د طالبان د قطر دفتر سياسي وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ او د افغان حکومت د سولي مرکچي پلاوي غړی نادر نادري پر ټويټر داسي يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې د دواړه غړو نادر نادري او ډاکټر محمد نعيم ودرګ الفاظ او محتوا بيخي يو شان داسي ښکاريده لکه يوه کس چې ليکلي او دواړو خپره کړي وي.
• په دغه اعلاميه کې چې پر ټويټر خپره شوه راغلي (( چې نن مازيګر څلور نيمي بجې د بين الافغاني مذاکراتو د ټيمونو تر منځ عمومي ناسته تر سره شوه د دواړو ټيمونو مشرانو خپلي ويناوي واوورلي او سپارښتنه يې وکړه چې تماس هرکله خپل د ناستو د تقسم اوقات او طرز العمل په اړه پاتي کار نيهايې کړي له هغه وروسته به د مداکراتو د اجنډا په اړه ناستي ترسره کيږي د يادونې وړ ده چې د ناستو د کثرو مواريدو پر سر توافق شوی دی او کمه برخه يې پاتي ده په ناسته کې د دواړو خواوو دوه دوه کسان د تماس او ارتباط لپاره وټاکل شول دواړو مشرانو په ناستو کې يو بل ته د زغم سپارښتنه وکړه))
بايد وويل شي چې ګڼو افغانانو ددې ګډي اعلاميې په ليدو سخت خوشاله دي په تيره په ټوليزو رسنيو کې خو يې د خوشالۍ غوغا جوړه کړي دي ده. د ټولينزو رسنيو ګڼو افغانانو له دغې اعلاميې سکرين شاټونه اخيستي او په خپل فسبوک او ټويټر پاڼو يې د خوشاله اظهار سره سره تبصري پرې کړي.

قاري وصيم خپواک ليکلې چې له ډير خوشاله يې له سترګو اوښکي ځي هيڅ يې باور نه راتلو چې داوړه غاړي به دومر ژر سره نيږدي شي.
ښاغلی وصيم په ټولو افغانانو د دعا غږ کوي دی وايې چې بايد ټول افغانان د زړه له اخلاصه د يوې دايمي سولې د راتګ لپاره دعا وکړي.

د ټولنيزو رسنيو يو بل کاروونکي عارف ځاځي د خوشالې تر څنګ وايې چې دا سل کاله کيږي خپل کلي ته نه دی تللی که سوله راشي لومړی به خپل کلي بيا وروسته د ټول افغانستان د چکر نيت لرم.

د ټولنيزو رسنيو يو بل فعال بلال نيازي د خوشالۍ تر څنګ د رحمت شاه سايل يو شعر ليکلی (څنګه يو ځای شول پښتانه پښتانه)

بايد وويل چې د دوحې رواني غونډي ته د ډيرو افغانانو هيلې دي ډيرو خو ان د بين الا افغاني مذاکراتو په لومړۍ ورځ ختم او خيراتونه وکړل چې ګوندې خدای يوه دايمي سوله په افغانستان کې راشي.

د يادولو وړ ده چې د بين الا افغاني خبرو په لومړۍ غونډه هم په ډيره دوستانه ماحول کې تر سره شوه د دواړو لوريو مشرانو په خبرو کې ډير نرمښت ښکاريده تر ډيره بريده داسي ښکاريدل چې داوړه لوري له جکړي څخه ستړي او ددې شل کلنې جکړي د پای ته رسيدو په حل لارو يې باندي تاکيد کول.

د سولي بين الافغاني خبري په داسي حال کې تر سره کيږي چې رواني شل کلني جکړي تر يو نيم لک پوري افغانان شهيدان کړي دي او بې شمير نور يې معيوب، معلول او ټپيان کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.