The news is by your side.

د زابل په پوليسو کې پراخ تغيرات راغلي

خبريال ويبپاڼه / د زابل امنينه قوماندانۍ وايې چې ددې ولايت د پوليسو د سمون لپاره پراخ تغيرات رامنځته کړي او د زبل ولايت د پوليسو له ليکو څخه يې ۳۵۰ خيالي پوليس لري کړي او ۵۴ تنه هغه پوليس يې هم نيولي چې د کابل کندهار پر لويه لار يې له مسافرو او موټروانو.څخه په ناقانونه ډول روپۍ او نور توکي اخيستل.

د زابل ولايت امنيه قوماندان حکمت الله کوچې چې تازه څلور مياشتي کيږي زابل ولايت کې دنده اجرا کوي ښاغلي کوچي د مطبواعاتي کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وويل چې زابل ته په راتک يې د يوليسو او نورو امنتي اروګانونو کې يې پراخ تغيرات راوستي دي.
د هغه په خبره چې د پوليسو له ليکو څخه يې ۳۵۰ خيالي پوليس لري کړي دي.
ښاغلی کوچی زياتوي چې دغو ۳۵۰ پوليسو اصلا نشتون نه درلود خو.په نامه يې ځينو چارواکو تنخواوي او امتيازات اخيستل.
د زابل امنينه قوماندان حکمت کوچي زابل ميشتو ته ډاډ ورکوي چې له دې وروسته به يې پوليس هرې غوښتني ته رسيږي.
سموال کوچی له خلکو غواړي چې له امنتي ارګانونو سره همکاري وکړي تر څو په زابل کې د غلا او نورو نا امنيو مخه په ګډه ونسيې.

د زابل امنيه قوماندان دا هم وويل چې تازه دمه ۴۰۰ تنه د ملي پوليسو په ليکو کې جذب کړي دي چې اوس مهال په زابل کې پر دنده بوخت دي.

د زابل د ولايتي شورا غړي که څه هم په پوليسو کې د ورستيو تغيراتو په رامنځته کيدو خوشاله دي خو.دوی وايې چې په زابل کې په دې ورستيو کې نا امنيې ډيره شوي جکړه بيخي د زابل ښار مرکز کلات څنډو ته را رسيدلې ده.

بل پلو بيا د زابل عام خلک هم په پوليسو کې د وروستي تغيرات مني خو ولي دوی له امنيه قوماندان او ځايې چارواکو څخه غواړي چې په زابل کې دې د وزستيو نا امنيو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د زابل يو تن اوسيدونکي نجيب مهين خبريال ويبپاڼې ته وويل چې په زابل کې د هغو پوليسو.په نيولو خوشاله دی چې د غلا په تور نيول شوي دي. دی زياتوي چې که دا ډول کړني په دولتي ادارو کې عملي شي لري نه ده چې ډير ژر به د فسلد له زابل او هيواد څخه ټوله شي.

د يادونې وړ ده چې په زابل کې د پوليسو په ليکو په داسي حال د سمون او تغيراتو خبر ورکول کيږي چې څه موده مخکي د ددې ولايت د شار سفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې به هره شپه وسلوال غله راوتل او په لاره تلونکي مسافر به يې شوکول

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.