The news is by your side.

جاوید لودین د محکمې څخه د رویارحماني د ژغورلو هڅې کوي

خبریال ويبپاڼه /وروسته له هغه چې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفیره د فساد د بېلابېلو قضیو په تور څارنوالۍ ته معرفي شوه، نوموړې د وضاحت وړاندې کولو څخه ډډه وکړه او په داسې حال کې چې د رسمي ادارو له لوري یې د تعقیب غوښتنه شوې، تر اوسه څارنوالۍ ته نه ده حاضره شوې.

په فساد کې ښکيل کسان

د روان کال د چنګاښ (سرطان) په میاشت کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې او وروسته جمهوري ریاست له لوري، رویا رحماني، همایون قیومي، شادمحمد څرګند او یما نظام د افغانستان لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي او د همدې میاشتي په لومړیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزات د واشنګټن د سفارت د دېوال په هکله په خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو چې موضوع به یې د څېړنو په موخه څارنوالي ته راجع کوي خو تر اوسه دغه وزارت خپله ژمنه نه ده پرځای کړې.

د رويا رحماني ملانړ کوونکي

د خبریال ويبپاڼې د سرچینو په خبره د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي معین جاوید لودین د سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره د سیاسي ملګرتیا او رویا رحماني سره د شخصي اړیکو پر بنسټ د څارنوالۍ څخه د مېرمن رحماني د ژغورلو هڅې کوي. سرچینې د یوه څلورکسیز مجلس چې د حنیف اتمر په کورکې دایر شوی وو جزئیات ترلاسه کړیدي چې پکې لودین د دوبۍ څخه کابل ته د خپل سفر موخه د رویا ژغورل یاد کړیدي.

د ارګ او پارلمان د فشارونو څخه د خلاصون په موخه لودین اتمر ته وړاندیز کړی دی چې د وزارت په چوکاټ کي د بهرمېشتو افغانانو (ډیاسپورا) په نامه نوی معینیت رامنځ ته کړي او رویا رحماني پکې د معینې په توګه وګوماري ترڅو له یوې خوا د محکې څخه وژغورل شي او له بله اړخه یې د رُشد زمینه برابره شي.

د سرچینې په خبره د همدې وړاندیز سره سم د وزارت د تشکیل بدلولو پرېکړه شوې ده.
سرچینه په نوي تشکیل کي د برناکریمي او تمیم عاصي لپاره د قنصلي او اداري معینیتونو د رامنځ ته کولو خبره هم کوي چې دواړه د اتمر سیاسي ملګري دي.

د جاوید لودین او رویا رحماني د اړیکو په هکله د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي له ډېره وخته شکمن دي او ادعا کوي چې افغانستان او بیا بهرنیوچارو وزارت ته د رویا راوستل د لودین د شخصي اړیکو پر بنسټ ترسره شویدي او هغه مهال چې نوموړی په کاناډا کې سفیر وو، له رویا سره معرفي شوی وو.
بله خوا ویل کېږي چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د رویا رحماني ملاتړ کوي.
د شنونکو په خبره، د عدلي ارګانونو په چارو کې د سیاسیونو لاسوهنه ددغه ځواک د مفسدولو او پر څارنوالي او قضا د باور له منځه وړلو سبب کېږي.
دغه راز د بهرنیو چارو په وزارت کې د غیري مسئولیو اشخاصو مداخله ددغه بنسټ او رهبرۍ د بې کفایتۍ په معنی انګېرل کېږي.
تمه کېږي چې څارنوالي او اړوند بنسټونه په دې برخه کې د وضاحت په وړاندې کولو، هیوادوالو ته د خپلو کړنو راپور وړاندي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.