د شپږيزي ليګ پای لوبه په ولولو او هيجان پيل شوه

خبريال ويبپاڼه/ نن چهار شنبه د شپږيزي ملي سياليو خورا مهيمه اتلسمه او ورستۍسيالي دی چې د زرکونو نندارچيان په شتون کې په ډير جوش او جذبه په غالي لوبغالي کې تر سره کيږي.

ننۍ لوبه چې د سپږي ليګ ملي سياليو کې د مس عينګ او کابل بازانو لوبډلو تر منځ د پاينل يا ورستۍ پای لوبې په توګه اوس مهال په غازي لوبغالي کې تر سره کيدونکي ده.

د لوبي پچه مس عينک لوبډلي وګټله چې لومړی يې د توپ اچوني پريکړه وکړه چې ددې دمه د مس عينک.لوبډلي د ښه او غوره بالينګ پر مټ په ۶ اوره کې د کابل بازانو ۴ تکړه لړبغاړي له مخه پورته کړي او يوازي ۴۲ منډي يې ورکړي دي.

بايد وويل شي د شپږي سيالۍ هر کال په دغو شپو کې په ډيرو شاندارو مراسمو تر سره کيږي چې د شپږو لوبډلو تر منځ د لسو اورنو لوبه تر سره کيږي.
چې د افعانستان له کوټ ، کوټ څخه په رزکونه نندارچيان د شپږيزي د ليدولو لپاره د غازي لوبغالي ته راځي.

د تير کال د شپږيزو جال سيالۍ اتلولي د مس عينک لوبډلي وګټلي وه خو هغه وخت يې د محمد نبي عسي خيل لوبډل مشر وو چې اوس مهال ددې لوبډلي لوبډل مشري شاپورځدراڼ کوي..
تير کال له دې لوبډلي سره د بالينګ په برخه د افغان ملي لوبډلي تکړه توپ اچوونکی نوين الحق هم ملګری وو.
چې د بيټنګ په برخه کې بريدګر ټوپ وهونکی رحمان الله ګوبز مس عينک تر ټولو تکړه لوبغاړي وو.
خو دا ځل رحمان الله ګوبز په خپله ددې هس عينګ خلاف د کابل بازانو لوبډل مشر دی اوس مهال په دې موخه لوبه کوي چې له مس عينک لوبډلي څخه د شپږيز اتلولي جام د کابل بازانو په نامه کړي.

خو بل پلو که د کابل بازانو لوبډلي ته وګرو دا هم ښه لوبډله ده.
تر ډيره پکې ځوان تکړه لوبغاړي راټول شوي دي.
د بيټنګ په برخه کې يې سمع الله شنواری، رحمان الله ګوبز ،.نور علي ځدراڼ ، صديق اتل ، عضمت الله عمرزی له تکړه توپ وهوونکو څخه دي.

او د بالينګ په برخه کې يې ننګيالی خرټی ، زيا اکبر ،.عضمت الله ،.نجات مسعود هغه لوبغاړي دي چې په نني مهيمه پای لوبه کې د کابل بازانو لپاره لوبه کوي.

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More