نوی قانون:که څوک پر پاکستاني پوځ ملنډي ووهي جرمانه کيږي

خبریال ويبپاڼه/ د پاکستان پارلمان چې اکثريت پکې د تريک انصاف ګوند ( د پاکستاني پوځ خواخوږي) غړي شتون پکې لري اوس تازه يې يوه داسي قانوني مسوده وړاندي کړي چې له مخي يې هغه څوک جرمانه کيږي د پاکستان پر پوځ نيوکې کوي او يا په دغه ملنډي وهل قانوني جرم بلل شوی دی.

د نوي ناندريز قانون سزا

په دغه مسوده کې راغلي هغه څوک چې د پاکستان پر پوځ ملنډي وهي د پاکستان حيثيت ته تاوران رسوي او که څوک په دغه کار باندي ونيول شو ۲ کاله حبس چې په زندان کې به يې تيروي او ۵ لکه پاکستانۍ کلداري نغدي جرمانه کيږي.

د پاکستاني پارلمان او د تحريک انساف ګوند بر حاله غړي امجد عالي خان رسنيو ته ويلي چې د ۱۸۶۰ د تعزيرات پاکستان په نامه قانون کې او د ۱۸۹۸ د پوځدارۍ په قانون کې نوي بدلونونه رامنځته کړي دي.
ښاغلي امجد علي خان زياته کړه چې دا اوسنۍ نوی قانون د ۲۰۲۰ پوځداري په نامه د پارلمان له خوا منظور شوی دی.

ددغه قانون د بدلونه موخه دا بلل شوي چې د پاکستان د وسوال پوځ حيث وساتل شي تر څو ټول پاکستاني وګړي دې ته پام وکړي تر ددغه وسلوال پوځ حيثيت غوندي شي.
خو داسي ويل کيږي په پاکستان لا له وړانداي دا ډول قانون شتون درلود.

د سويلي سيا د ازادو.مطبوعاتو د غورځنګ مشر امتياز عالي رسنيو ته ويلي چې د پاکستان پوځ په دغه هيواد کې تر ټولو ځواکمنه اداره هر ډول د خپل ځان په خوښه جوړوي.
د امتياز عالي په خبره د پاکستان پوځ تل کوښښ کړی چې د بيان د ازادۍ مخه ونسي.
دی زياتوي چې په وار ، وار د پوځ له لوري خبريالان بنديان شوي وهل ،.او ترور شوي دي.

بايد وويل شي چې په پاکستان کې اوسنی د عمران خان په مشرۍ د تحريک انساف حکومت د پاکستان د پوځ يو.لاس يوڅی حکومت دی هيڅ يو کار هم د پوڅ بې اجازي نه کوي.

که څه هم په پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې د پوځ په ملاتړ او د عام پاکستانيانو پر ضد د پاکستان پارلمان قانوي مسوده وړاندي کوي بلکي ډير ځله د پاکستان پارلمان د پوځ تر فشار لاندي دا ډول مسودې وړاندې کړي دي.

خو.پښتانه فعالين دغه قانون د پښتون د ځپلو يوه پلان شوي لار بولي دوی وايې د پاکستان پوځ اوس غواړي خپل ناروا ظلمونو ته قانوني بڼه ورکړي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum