د افغانستان اقتصاد پر شا ځي خو ولې؟
خبریال وېب پاڼه/ تازه د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان د اقتصادي ځوړتیا په اړه وړاندوینه تأیید کړې.
د اسیا پراختبایي بانک په تازه خپور کړي راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد به روان زېږدیز کال کې ډېر پر شا راشي.
په راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان نا خالص تولیدات به منفي ٥ سلنې ته ټیټ شي، د دغه بانک د وړاندوینې پر بنسټ د افغانستان اقتصادي وده به روان کال یو نیم سلنې ته ورسیږي.
افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک مسؤول نارندرا سینګرو بیا هیله مندي ورکوي، که دوحه کې د سولې مذاکرات بریالۍ پایله ورکړي، دا به راتلونکی زېږدیز کال د افغانستان پر اقتصادي وده مثبت سیوری وغوړوي.
د افغانستان اقتصادي وده پر شا راځي، خو ولې!؟
د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان د اقتصادي ودې په تړاو خپور کړي راپور کې د افغانستان اقتصادي ودې زیانمېدو عوامل، د کرونا وبا یا کووېډ١٩ ناروغي، امنیتي ستونزې، سیاسي ننګونې او د افغانستان د خلکو بې کاري یاده کړې ده.
د کرونا وبا، سیاسي او اقتصادي ننګونې، امنیتي ستونزې، سوداګریزو لارو او بندرونو تړل کېدل د افغانستان همېشنۍ ستونزې دي چې پر اقتصاد یې بد مرغه سیوری غوړولی دی.
افغانستان به د اقتصادي ودې د ځوړ پور هله پرې کړي، چې د سولې خبرې بریالۍ شي او د نړیوالو مرستې دوام ولري، د افغانستان اقتصادي وده به پورته لاړه شي.
تمې شته چې دوحه کې د افغان سولې بین الافغاني مذاکراتو پر ښې پایلې به افغانستان له بې وزلۍ او بې کارۍ را ووځي.
افغانستان کې د بې وزلۍ ستر لامل جګړه او طالبان بلل کیږي. طالبانو د ٢٠ کلنې مودې په جګړه کې یو ځای هم روغ نه دی پرېښی، ښوونځي، سړکونه، پولونه او دانیو ته یې بمونه اېښي، اور یې ورته کړی او ویجاړ کړي یې دي، چې په دې توګه د هغوی پر بیا رغونې بیا میلیونونه افغانۍ مصرف شوي او مصرف کیږي.
د افغانستان څو لسیزې جګړې اقتصاد چټکې ودې ته نه دی پرېښی، د طالبانو جګړه، تاوتریخوالی او ورانکاري هم د افغانستان د بې وزلۍ او اقتصادي برخې د شاته پاتې کېدو اصلي لامل ګڼل کیږي.
اوس مهال افغانان هیله مند دي که دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خپل منځي ناستې ښه پایلې ورکړي، او جګړه ودریږي په هېواد کې به رغنیزو کارونو او پانګونو ته زمینه برابره شي، چې ورسره به بې کارو ځوانانو او خلکو ته هم د کاروبار سهولتونه برابر شي او هم به بې وزلي ورکه شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.