The news is by your side.

د ښځینه فوټبال غوره لیګ اتلولي سنګر لوبډلې ترلاسه کړه

خبریال وېب پاڼه/ د کابل فوټبال ښځینه فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي د سنګر ښځینه لوبډلې تر لاسه کړه.

دا سیالۍ دوه اوونۍ وړاندې کابل کې د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې وې، په ګې د کابل ١٠ ښځینه لوبډلو ګډون درلود.

د ښځینه فوټبال غوره لیګ سیالیو پای لوبې ته د عدالت او سنګر لوبډلو لار پیدا کړې وه چې نن په وروستۍ لوبه کې سنګر لوبډلې عدالت لوبډلې ته د ٢ نه په یو توپیر ماتې ورکړه او دا اتلولي یې تر لاسه کړه.

د ټول لیګ په سطحه د استقلال لوبډلې لوبغاړې بهاره کوهستاني غوره لوبغاړې وټاکل شوه، د سنګر لوبډلې لوبغاړې منیژه نوري غوره ګول وهوونکي، د عدالت لوبډلې لوبغاړې نرګس محمودي د غوره ګول ساتوونکي په نوم ونومول شوې.

د کابل ښځینه فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د سنګر لوبډلې، لومړی عدالت دویم او د استقلال او ستاره های بنین په ترتیب سره دریم او څلورم مقام وګاټه.

تېره ورځ د استقلال او عدالت لوبډلو ترمنځ سیالي شوې وه چې عدالت لوبډلې وکولی شول پای لوبې ته لار پیدا کړي او د سنګر لوبډلې سره مخامخ شي

بل پلو د شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پړاو سیالیو اتلولي د کابل بازانو لوبډلې ترلاسه کړه.

د شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پړاو سیالیو پای لوبه نن په پلازمېنه کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي کې د کابل بازانو لوبډلې له مس عینک لوبډلې یوړه او د دویم ځل لپاره یې د شپږیزې لیګ اتلولي تر لاسه کړه.

د لوبې پچه د مس عینک لوبډلې وړې وه او کابل بازانو ته یې د توپ وهنې چانس ورکړ، کابل بازانو د مس عینک لوبډلې ته په لسو ویکټو او شلو اورونو په لوبولو سره مقابلې لوبډلې ته ١٤٠ هدف وټاکه خو د مس عینک لوبډله ونه توانېده چې له ١٤٠ منډو یې واړوي او بریا خپله کړي.

د نن او شپږیزې اووم پړاو کرېکټ سیالیو د پای لوبې غوره لوبغاړی ننګیال خروټي د ٢١ منډو او دوه ویکټو په ترلاسه کولو وټاکل شو.

د شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پړاو سیالیو کې مس عینک لوبډلې پرون په نیمه پای لوبه کې بند امیر ته ماتې ورکړې وه او د شپږیزې پای لوبې ته ووته. خو نن یې د کابل بازانو لوبډلې پر وړاندې میدان بایلود.

نن د شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پاړو پای لوبې او د کابل ښځینه فوټبال غوره لیګ ته د هېواد له بېلابېلو برخو په زرګونه نندارچیان او مینه وال د لوبې د لیدلو لپاره راغلي وو او لوبه یې په شور او ولولو بدرګه کړه.

د شپږیزې لیګ اووم پړاو کرېکټ سیالۍ چې باید لا پخوا ترسره شوي وی د کرونا وبا د خپرېدو او ترې د خوندیتوب له کبله ځنډول شوې وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.