The news is by your side.

کابل کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره سپي روزل کیږي

خبریال وېب پاڼه/ کابل کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سپیو د روزنې بنسټ جوړیږي.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر چارواکو او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو نن (چهارشنبه وږي ٢٦مه) په کابل کې د سپیانو د روزنیز بنسټ ډبره کېښوده.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د ملګرو ملتونو ملتونو د دفتر ویاند مارک کالهوون وایي، په افغانستان کې د نشه یي توکو د موندنې ډېری څېړنې د استخابراتي ادارو او پروسو له لارې ترسره کیږي، او یوازې ١٥ سلنه کشفیات د تعقیب وسیلو له لارې کیږي، نو دا سپي دې لپاره روزل کیږي چې د نشه یي توکو موندنه وکړي، چې به خورا مهمه او مثبته پایله ولري.

افغانستان کې نشه یي توکو کشف او موندنې د استخباراتي او کشفي ارګانونو له خوا کیږي او ډېر کله په چېک پواینټونو کې نیول کیږي، اوس د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې هڅې کوي چې د نشه یي توکو د موندنو لپاره ښه او اسانه لار رامنځته کړي، سپي وروزي او د نشه یي توکو د کشف په برخه کې ترې کار واخلي.

افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه داسې اوږده شوه لکه څو لسیزي جګړه، د جګړې له دوام سره د نشه یي پر وړاندې مبارزه سمه وغځېده خو لا هم د نشه یي توکو کښت او قاچاق نه دی درېدلی.

د افغانستان ولایتونو او هغه سیمې چې د طالبانو او د حکومت د وسله والو مخالفینو تر واک او کنټرول لاندې دي، لا هم په کې د کوکنارو کښت دود دی او له دې لارې وسله وال هم باج اخلي.

له افغانستان نه د نشه یي توکو په قاچاق کې تر بل هر چا طالبان ډېر لاس لري او زیاته برخه ګټه یې طالبانو ته ځي، چې له دې لارې د جګړې لګښتونه هم پوره کوي.

په دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري د خوشې شویو طالب بندیانو په ډله کې د نشه یي توکو لوی قاچاقبران هم وو، چې افغان حکومت یې د خوشې کولو په اړه اندېښنه ښودلې وه، ولسمشر غني د طالب بندیانو له خوشې وړاندې ویلي وو، که د طالبانو منځ کې د نشه یي توکو ستر قاچاقبران هم خوشې شي، اروپا او امریکا ته به د نشه یي توکو سېلاب روان شي.

اوس مهال افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه یي توکو ښه بدیل زعفران دي، چې په ډېرو حاصلاتو کې او د کمو زعفرانو په پلورلو هم ډېره ګټه کوي، افغان کروندګر له حکومت غواړي چې دوی به د کوکنارو له کښت لاس واخلي، خو حکومت دې ورباندې د زعفرانو او ورته نورو ګټورو بدیلو بوټو تخمونه وویشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.