The news is by your side.

طالبان د غزني او کندوز د نیولو هڅې کوي

خبریال وېب پاڼه/ د ولسي جرګې غړو په هېواد کې د روان ناوړه امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنه وښوده او له ښکېلو لوریو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم سجادي وایي، طالبان دوحه کې د سولې د خبرو په درشل کې هڅه کوي غزني او کندوز ولایتونه ونیسي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې حکومت سره پر اوربند سلا شي.

د ولسي جرګې غړي پر حکومت غږ کوي، چې د جګړې لیکي او امنیتي او دفاعي ځواکونه دې پیاوړي کړي.

وکیلانو پر حکومت ټینګار وکړ، چې د ادارو سرپرستي دې ختمه کړي، او جرګه دې ته دې ژر تر ژره نوماند وزیران ور وپېژني.

په کندوز او غزني ولایتونو کې جګړه سخته شوې او او نا امنیو تر پخوا ډېر خپل سیوری غوړولی دی. طالبان هر وخت په یادو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونهکوي، چې دواړو لوریو ته درانه تلفات اوړي.

ولسي وګړي هم د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې جګړه زر ودروي، اوربند وکړي، دوی نور د جګړې او قربانیو ورکولو تاب نه لري.

د افغانانو د خپل منځي خبرو په پیلېدو سره په افغانستان کې د طالبانو له لوري په ډېرو ولایتونو کې جګړه شدیده شوې او تاوتریخوالی څو برابره زیات شوی دی.

طالبانو د مذاکراتو په درشل کې له شلو پر ډېرو ولایتونو بریدونه کړي دي. او بېرته تلفات ور اوښتي.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون ویلي وو، که طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېږدي امریکایي ځواکونه زر ووځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع د طالبان د ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو پورې اړه لري.

پمپیو ویلي، که طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره ترهګذیزې اړیکې پرېږدي، امریکایي ځواکونه به له افغانستان ژر ووځي.

پمپبو له یوه سایټ سره په مرکه کې ویلي، که طالبان ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېږدي، له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته په بشپړ ډول ور ننوځي، تاوتریخوالی کم کړي او ورانکاري فعالیتونه ودروي نو د څو میاشتو په ترڅ کې به امریکایي ځواکونه په بشپړه توګه افغانستان پرېږدي.

پمپیو یادونه کړې وه، چې په قطر کې طالب مشرانو په لیدنه کې ورته د تاوتریخوالي د کمولو ډاډ ورکړی دی، نوموړي ویلي، په قطر کې د افغانانو خپل منځي خبرې تر دم ګړیه ښې روانې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.