د نړۍ تر ټولو کوچنی التراساونډ ماشين

خبريال ويبپاڼه /د المان په مونيخ ښار کې الماني ساینس پوهانو د نړۍ ترټولو کوچنی الټراساؤنډ( د تلويزوني معايني) ماشین ایجاد کړی چې د وینې د حجرو له اندازې څخه کم دی.
ددغه نوي التراسانډ ماشين له نورو بيخي ځانګړي دی دا د دودیز الټراساؤنډ ټیکنالوژۍ څخه په بشپړ ډول بيل او مختلف میتود کار کوي.

دا اختراع په مونیخ کې د هیلیم هولټز زینټرم د کارپوهانو لخوا رامینځته شوې ، کوم چې د آلمان د څیړنیزو مرکزونو تر ټولو پراخه څیړنیز مرکز دی.

دغه اوسنی جالب د التراساونډ ماشين حجري د تيرو التراسانډ ماشيونو څخه ۲۲۰ نينو مترو په اندازه وړي دي حجري چې د انسانانو د عادي ويښتو له اندازي هم ۳۵۰ ځله نرۍ بيخي باريکي چې په سترګو نه معلوميږي چې ړ مايکرو پروسيسرونه په توګه کار کوي .

دا باید په یاد ولرئ چې په الټراساؤنډ ماشین کې ، عکسونه د غږ د څپو په مرسته اخیستل کيږي چې د انسان غوږونو د غږونه نشي اورپدلای. کومې چې د الټراساؤنډ ماشین څپې خپروي هعه څپي چې د د انسان د بدن داخلي برخو باندې راټولیږي او بیرته راګرځي ، کوم چې ماشین د “ټرانسډوزر” په نوم د یوې برخې له لارې ترلاسه کوي.

هر هغه الټراساؤنډ ماشین چې په عام ډول په روغتونونو او زېږنتونونو کې کارول کیږي ، په طبیعي پدیده تکیه کوي چې د “پیزوی الیکټریک اثر” په نوم پیژندل کیږي چیرې چې بریښنا د یو شي د فشار پریښودلو په پایله کې رامینځته کیږي.
د دې میتود تخنیکي زیان دا دی چې د الټراساؤنډ ماشین نشی کولی یو ټاکلی حد ته راټیټ شي ، پداسې حال کې چې حساسیت یې نشي ډیرولی.

دا وړوکی “مایکروسکوپیک” الټراساؤنډ ماشین ، چې د آلمان ساینس پوهانو لخوا رامینځته شوی ، د دې ستونزې حل کولو لپاره “فوتوکاسټیک” توکيکاروي.

د څیړنیز ژورنال نيچر په وروستي ګڼه کې په يوه خپاره شوي راپور کې وي شوي، دا کوچنی منی ماشین کولی شي په اسانۍ سره له منفي ۶ څخه تر ۲۳۰ میګا ہرټز پورې د الټراساؤنډ څپې کشف کړي.

په ساده ډول ، د دې نوي اختراع حساسیت د اوسني الټراساؤنډ ماشینونو څخه زر ځله لوړ دی ، پداسې حال کې چې موثریت یې ۱ ملیونه ځله لوړ دی.
لکه څنګه چې په مایکرو پروسیسر کې ملیونونه ټرانجسټرونه په ورته چپ کې په کار بوخت دي ، نو همدا ډول به راتلونکي الټراساؤنډ وسایل لنډ وي او په ورته وخت کې په ملیونونو داسې مایکروسکوپي الټراساؤنډ کشف کونکي به ولري.

کارپوهان هیله لري چې یوځل په عمل کې هم ورته التراساونډ ولري، دغه ماشین به د دې وړتیا ولري چې د انسان بدن داخلي برخې عکس کړي لکه څنګه چې موږ واړه واړه شیان د مایکروسکوپ له لارې غټولای شو..

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum