The news is by your side.

دنجونو زده کړه ناروا خو اجباري واده یې روا دی

خبريال ويبپاڼه/ولې مو دومره د وجدان کرښې د تیارو او تورتم تر پوښښ لاندې راوستي دي چې هر ناروا عمل ته دروا جامي ور اغوندي او حتا په ډیر ویاړ یې دځان لپاره د دنیا او اخرت قانون ګڼی او ځانونه مومن مسلمان بولي.

مګر په دی نپوهیږې چې ستاسو دا جهالت,غیرت,بې ځایه ننګ او دمیرمنو پر وړاندې غرور ساتل نیم هیواه له تباهۍ سره مخامخ کړی دی.
څنګه چې مونږ د یو کور په جوړه ولو کې تر ټولو ډیر کوښښ دکور په تهداب کې کوو تر څو کلک او پیاوړۍ جوړ شي او د هر طوفان او طبیعې حاددثې پر وړاندی په امان کې پاتې شي او خپل ژوند په کې په هوسایني سره تیر کړو.

نو همدا راز میرمنه هم دکور تهداب او اساس دی هغه میرمن چې او دچا میرمن ده هغه مور چې اوس دچا مور ده په لومړي قدم کې دچا لور او دکور رڼا ده
لکه چې یوه انجلۍ نړۍ ته راځي نو په هغه کور باندې څلویښت ورځی د الله تعالی رحمت وریږي او ټول حق او حقوق یې ورته په قرآن کریم کې بیان کړې دي دازادۍ حق ,دتعلیم حق,او د میراث حق
کله چې الله د اسلام په شریعت کې دا ټول حقوق ورکړي او هغه یې دانسان اوسیدلو پخاطر له هر څه څخه برخه منه کړې نو تاسو چې دا ټول حقوق تر پښو لاندی کوئ ,له هر رنګ ظلم څخه دریغ نکوئ دیو بندی په څیر یې کور کې ساتۍ د غیرت په پلمه یې دزړه هره شتمني له خاورو سره خاورې کوئ پخپله خوښه یې د ملګري د انتخاب حق ورڅخه اخلئ دجسم په بدل کې یې قیمت ټاکۍ د یو مال په څیر يې تبادله کوئ ایا دا انسانیت ګڼئ?

دا خلک نه مسلمانان ,نه انسانان او نه د ژوند کولو حق لري.
ځکه په زرګونه ژوندۍ میرمنې او نجوني یې وژلي چې د دوي د همدغو ناوره اعمالو ښکار کیږي ځینې یې په حقیقت کې مړې دي او ځینې یې ژوند کوي خو دمړو په څیر او دا هغه نجوني دي چې د ماشومتوب او د تعلیم دحق ورکولو پر ځای یې دواده کولو پریکړه کیږې پرته له چې خبره وي خواره کۍ لا دماشومتوب په خوب ویده وي چې دخواښی ,خسر او خاوند په قهر جن او تندریځ غږ راپورته شي د ژوند هر ارمان یې دایرو په څیر هواسره یو ځای شي او په هغه عمر کې مور جوړه شي چې د ماشومتوب دور يې لا تمام نه وي او تر قیامته پوري دیته اړ وي چې ناچارۍ ژوند تیر کړي نو داسې مور به څنګه ښه ما شوم وروځلی شي ?
کله چې ښه ونه روځل شي نو ښه مور جوړیدای نشي او چې مور سالمه نه وي نو ټولنه به مو وروسته پاتې ټولنه وي او تل به دپر مختګ له ګامونو څخه ناهیلي یو.

نو ښه به داوي چې خپل زړونه,فکرونه,او ذهنونه له ناوړه رواج او غیرت څخه وژغورو پخپل ځان رحم وکړو او هیواد مو سیالانو سره سیال کړو

 

ليکواله ليمه ځانکړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.