The news is by your side.

ټرمپ: که سوله وشي ډير ژر به خپل عسکر وباسو

خبريال ويبپاڼه /د امريکا محتده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپني ماڼۍ کې د يوې غونډي په ترڅ کې خبريالان ته وويل چې که افغان حکومت او طالب مشران په خپلو منځو کې توافق وکړي امريکا به ډير ژر خپل سرتيري له افغانستان څخه وباسي.

ښاغلي ټرمپ که څه هم طالبان تندلاري او جکړه مار وبلل خو ولي ويې ويل چې طالبانو د تيرو ۱۹ کلو په پرتله يې ډير توپير کړی دی د هغه په خبره اوس طالبان هم غواړي چې سوله راشي ځکه دوی هم له جکړي ستړي دي.

ډونالډ ټرمپ يو ځلي بيا ټينکار وکړ چې امريکا يې سرتيري به له افغانستان څخه حتمن باسي ځکه هغوی د افغانانو پوليس نه دي بلکي افغانان بايد په خپله د خپل وطن د ساتلو دنده اجرا کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه څرګندوني په داسي حال کوي چې تيره ورځ د امريکا پوځ د افغانستان هوايې ځواک ته ۴ نوري جنګي اې ۲۹ الوتکي ورکړې.

د الوتکو د ورکړي په غونډه کې د بهرنيو ځواکونو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال ميلیر او د ڼانو د ډ ګډو همکاريو قوماندان او د افغانستان د دفاع د سرپرست وزير اسدالله خالد په ګډون ګڼو لوړ پوړو چارواکو برخه لرله.

د غوڅ ملاتړ د ځواکونه قوماندان وويل چې افغان هوايې ځواک به الوتکو له ورکړي سره نوذ هم پياوړی شي جنرال ميلر زياته کړه چې د امزيکا پوځ په پام کې لري افغان ځواکونو ته نوري ورته جنګي الوتکي ورکړي.

د ملي دفاع سرپرست وزير سترجنرال اسد الله خالد د دې غونډي په ترڅ طالبانو ته خبرداری ورکړ او ويې ويل چې دوښمن دې د پنجاب په مرسته د ملي پوځ د له منځه وړلو خوبونه نه ويني.

د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد هغې غونډي ته چې د امريکاي پوځ له خوا افغان پوځ ته د څلورو الوتکو د ورکړي په مناسبت جوړه شوي وه ، وويل چې دی او هر افغان سرتيری به تر ورستۍ سلګي ددې خاوري له لويشت، لويشت څخه دفاع وکړي او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان ځکمنۍ بشپړتيا او اساسي ارزښتونو ته زيان ورسوي.

ښاغلي خالد دا هم وويل چې د افغان پوځ اوسنۍ جکړه ددې خاوري د ساتنې په موخه ده او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې پر افغاني ارزښتونو او ملي ګټو معمله وکړي بلکې د افغانستان ملي پوځ به يې په وړاندي کلک ودريږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.