The news is by your side.

د کندوز وکيل: پښتو ژبه په نصاب کې نه غواړو

خبريال ويبپاڼه / قانون وايې په مورنۍ ژبه زده کړي دهرچا حق ده خو دا جناب د کندز معارف ريس څخه غوښتنه کړي چې خان آباد ولسوالۍ کې بايد د پښتو ژبي پرځاي ټول تعليمي نصاب په درى ژبه تدريس شې.
او ددرې کسو خپلوانو مقررۍ يې ځنې غوښتې. چې ورسره منلي يې نه دي نو پرون يې دپارلمان له چوکيه ريس او معارف رياست له فساده ډک وبلل.
شاه خان شيرزاد په پارلمان کې د کندز دخلکو استازې ده خو پروژي يې تخار او بدخشان کې اخيستې، په بودجه کې پروژه د کندز ولايت له سهم څخه بل ولايت ته د ځان لپاره منظوروي.

دده هره خبره نيښ داره له تعصبه ډکه وي.
دخبرو شروع يې په اقليت او اکثريت باندي وي.
له کله چې عبدالستار ميرزکوال او جان ګل کوچي کندز ته راغلي د هغوي بدنامولو او تخريب لپاره هره ورځ په پارلمان کې ستونې شکوي دا ځکه چې والي صاحب ددوي هغه واکمنۍ، قومندانې، ولسوالې، او زوراکې چې بعضې سيمې يې شاهې ګرځولې وي ختمې کړي، او نوري به هم ختوي لخېره.

نو ددي په خاطر دده جناب په وينا :

والي فاسد است، ناکاره است، ځکه چې دده له ډلې نه ده، او ددوي لنډغرو خلاف يې سم کارونه شروع کړي.
ريس امنيت خاين است، ځکه چې دده جوړي کړيو ډلو په تاوان ده.
ريس معارف فاسد است ځکه چې دده دري نفرو مقررۍ يې نه دي کړي، او دده شخصې غوښتني يې نه دي منلي.
ثاقب صاحب واقعا” تر خپله وسه دکندز په معارف کې ښه پرمختګونه راوستي دي.
کندز ته تر جنګ داسى اشخاص ډېر خطرناک دي. بايد مخه يې ونيول ښي ، بايد درنه سزا ورکړل شي ځکه دا د ټول پښتون قوم خلاف خبره ده ، د ټول پښتون قوم بدنامي، دې ستر ټبر ته توهين دی.

کنه دا ډول فاسد وکيلان او نور داسي متعسب چاوراکي غوړاي پښتون قوم بې سواده او جکړه پري وتپي. په ټول افغانستان په تيره بيا شمال کې د پښتون ژوند ډير تريخ دی .په شمال کې مشت تاجک ، ازبک مليشو له خوا په يوه او بل نامه ځورول کيږي، د دوستم مليشي د طالبانو په قيصاري د ځکمو د نيولو په نامه هر وخت ځپي ځکمي او کروندي يې تر غصب کړي اوس ان دا لړۍ تر پارلمان پوري را ورسيده اوس دا دی په پارلمان کې يو لنډغر وکيل راپورته کپږي او له پښتنو څخه اساسي حق د زدکړه حق د اخيستلو کوښښ کوي.

محراب سليمان خيل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.