The news is by your side.

کاناډايي چارواکو په پښتو او دري له افغانانو بخښنه وغوښته

خبريال ويبپاڼه /د کاناډا په ويکټوريا ايالت کاناډايې چارواکو له ټولو افغانانو څخه د افغانستان په ملي ژبو پښتو او دري له هغه وروسته بښنه وغوښته چې څه موده مخکي يې د ويکټوريا ايالت د روغتيا مشر بريټ ساتون ويلي وو چې د کرونا نوي پيښي د افغانانو له لاسه بيا خپري شوي دي.

هغه ويلي وو چې دا افغانان دي چې د کرونا د مخنوي لاري چاري نه عملي کوي.

نن د کاناډا ويګټوري ايالت د روغتيا مشر بريټ ساتون خبريالان ته وويل چې زه له ټولو افغانانو له دې امله بښنه غواړم چې د کرونا د نوو پښيو په زياتوالي کې مې د افغانانو نوم اخيستی وو.

بايد وويل شي چې بريټ ساتون د روانۍ د تيري دوشنبي په ورځ د ملیورن ښار په ختيځ کې خبريالانو ته خبري کولي. هغه وويل چې شايد ټول افغانان دا احساس وکړي چې مايې نوم په غطله اخيستي او دوی ته ته مې توهين کړی دی خو د بريټ ساتون په وينا د د افغاني کرونيو له نوم اخيستو زما مقصد دا نه وو چې افغانانو ته توهين او سپکاوی وکړم بلکي يوازي مې د کرونا نوي پيښې يادولي.

هيره دي نه وي کله چې د ويکټوريا ايالت د روغتيا مشر بريټ ساتون وويل چې د کرونا تازه پيښې ډيری د افغاني کورنيو د نه پاملرني له امله رامنځته شوي دي.
په کاناډا، اورپايې هيوادونو او افغانستان کې يې د افغانانو غوسه را وپاروله ګڼو افغانانو بريټ ساتون په تبعص تورن کړ ااو ويې ويل چې دی له افغانانو سره دوهړګومی چلند کوي.

خو دا هم بايد وويل چې د کرونا ويروس خطرناکه پړاو ته رسيدلی په ډيريو هيوادونو کې يې نوي څپې خپري شوي.

تيره ورځ د ملګرو ملتونو سر منشي هم انديښنه ښودلي وو او ويلي وو چې نړي تر بل هر وخت د کرونا له ستر خطر سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتنيو ګوتريش ويلي چې کرونا تر بل هر وخت ډيره خطرناکه ده او نړۍ يې له سخت حالت سره مخ کړي دي ګوتريش په وينا اوس په نړۍ کې تر هر بل خطر د کرونا خطر بيخي زيات دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي امتنيو ګوتريش د امريکا له محتده ايالاتو او روسيې هیوادنو څخه وغوښتل چې د کرونا واکسين ژر او ډير ازارنه جوړ کړي چې د نړۍ هر ګوټ ته ورسيږی تر څو ټوله نړۍ د کرونا له خطر څخه خلاص شي.
د امريکا د جان هاپکيس پوهنتون د ورستيو شميرو له مخي اوس په ټوله نړۍ کې تر ۳۰ ميليونه زيات کسان په کرونا ويروس ککړ شوي دي او له دې ويروس څخه په ټوله نړۍ کې ۹۳۹۴۵۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.