The news is by your side.

مالیې وزارت تر دې دمه ١١٥ میلیارد افغانۍ عواید ټول کړي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان مالیي وزارت تر دې دمه په روان کال کې ١١٥ میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

یاد وزارت وایي، ملي بودجه کې د تعدیلاتو له امله ټاکلی ١٧٧ میلیارد افغانیو ته واوښت، تر دې وړاندې د روان کال د عوایدو را ټولولو لپاره ٢٠٨ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی وو.

مالیې وزارت یې لامل په ملي بودجه کې تعدیلات او د کرونا وبا له کبله هدف ته نه رسېدل ښیي.

مالیې وزارت تېر کال تر دا مهاله ١٣٣ میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي وو، خو سږ کال یې دا مهال ١١٥ میلیارد افغانۍ عواید را ټول کړي چې د تېر کال سره نږدې ١٨ میلیارده افغانۍ کموالی ښیي، خو مالیې وزارت وایي، دوی به د کال تر پای عواید نور هم لوړ کړي.

سږ کال د کرونا وبا له کبله چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې په ټپه ودرېدې او د افغانستان دننه د ګمرکاتو چارې هم ټکنۍ شوې وې له کبله یې د افغانستان عواید کم شول او اقتصادي بحران سره مخ شو.

په ورته مهال تېره ورځ د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان د اقتصادي ځوړتیا په اړه وړاندوینه تأیید کړه.

د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان د اقتصاد په تړاو راپور خپور کړی وو او ویلي وو، چې د افغانستان اقتصاد پر ځوړ روان دی.

یاد بانک خپور کړي راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان اقتصاد به روان زېږدیز کال کې ډېر پر شا راشي.

په راپور کې ویل شوي وو، چې د افغانستان نا خالص تولیدات به منفي ٥ سلنې ته ټیټ شي، د دغه بانک د وړاندوینې پر بنسټ د افغانستان اقتصادي وده به روان کال یو نیم سلنې ته ورسیږي.

افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک مسؤول نارندرا سینګرو بیا هیله مندي ورکړې وه، که دوحه کې د سولې مذاکرات بریالۍ پایله ورکړي، دا به راتلونکی زېږدیز کال د افغانستان پر اقتصادي وده مثبت سیوری وغوړوي.

د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان د اقتصادي ودې په تړاو خپور کړي راپور کې د افغانستان اقتصادي ودې زیانمېدو عوامل، د کرونا وبا یا کووېډ١٩ ناروغي، امنیتي ستونزې، سیاسي ننګونې او د افغانستان د خلکو بې کاري یاده کړې وه.

د کرونا وبا، سیاسي او اقتصادي ننګونې، امنیتي ستونزې، سوداګریزو لارو او بندرونو تړل کېدل د افغانستان همېشنۍ ستونزې دي چې پر اقتصاد یې بد مرغه سیوری غوړولی دی.

افغانستان به د اقتصادي ودې د ځوړ پور هله پرې کړي، چې د سولې خبرې بریالۍ شي او د نړیوالو مرستې دوام ولري، د افغانستان اقتصادي وده به پورته لاړه شي.

تمې شته چې دوحه کې د افغان سولې بین الافغاني مذاکراتو پر ښې پایلې به افغانستان له بې وزلۍ او بې کارۍ را ووځي.

افغانستان کې د بې وزلۍ ستر لامل جګړه او طالبان بلل کیږي.

د افغانستان څو لسیزې جګړې اقتصاد چټکې ودې ته نه دی پرېښی، د طالبانو جګړه، تاوتریخوالی او ورانکاري هم د افغانستان د بې وزلۍ او اقتصادي برخه د شاته پاتې کېدو اصلي لامل ګڼل کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.