کاکا زما عکسونه زما د شهادت ورځې ته وساته!

خبریال وېبپاڼه – ځواني هسي هم ښکلې وي خو ځیني ‌ځوانان په ځواني کې ډېر ښکلي ښکاري. او هغه ځوانان چې د هیواد، خاورې او د افغانانو د ناموس ساتنې جامې په تن کړي ‌بیا یې ښکلا څوچنده زیاته شي.

اصف توخی هم ښکلی ځوان وو او هم یې د ددې خاورې د ناموس ساتنې جامې په تن کړې وې نوځکه یې ښکلا څوچنده زیاته وه.‌

د اصف تانده او دنګه ځواني چې هر سړی وګوری په شهادت یې ځورېږي، بیا هغه کسان چې دا پر خاوره او هیواد مین ځوان ورسره پېژندل یا ورسره اړیکه کې وو تر نورو زیات ځکه ځوریږي چې د اصف جان له ګل او پستو خبرو، او هیوادنۍ مېني سره اشنا وو.

اصف به اکثره خپل عکسونه ماته را استول، کله کله به مې ورته ویل چې پر ځان مینه دومره عکسونه ولي را لېږې په خندا او پسته لهجه به یې وویل :‌

«کاکا زما عکسونه زما د شهادت ورځې ته وساته په درد به دې وخوري.»

نن د شنبې بدمرغه ورځ چې د سپټمبر ۱۹ کېږي سهار له را پورته کېدو سره هم مهاله د اصف توخي د شهادت په خبر را پاڅېدم. دردونکی خبر؛‌داسي خبر چې سر مې سره وڅرخېدو او د د یوڅه وخت لپاره سربداله شوم‌.‌

رښتیا هم د سربدالي ‌خبر وو؛ تلیفون ته مې لاس کړو د اصف تلیفون ځواب نه وایه.‌چیغه مې له خولې ووته؛ بار بار مې دده خندا او د شهادت ټکي ‌غوږو ته راتلل؛ داسي‌ مې انګېرله لکه پر موږ چې خاندي ‌او دا پېغور راکوي چې د وطن دوستي سره سره په شهادت کې هم تر موږ وړاندي شو.

رښتیا هم نن یو ځل بیا پنجاب او د پنجاب لاس پوڅو ملیشو زه او زما په څېر ګڼ افغانان خفه کړل؛ د ګل غوندي ‌ځواني یې ورژوله؛ داسي‌ ځواني چې له بېسارې ښکلا ؛‌میني ؛ هیواد دوستي او ملت پالنې ډکه وه.‌

اصف توخی د زابل ولایت د یوه جهادي قوماندان؛ د ولسي جرګې د وکیل او پخواني والي حمیدالله توخي مشر زوی وو، لوستی او روزلی پولیس افسر وو.

له اصف نه همېشه دښمن په وېره کې وو او هغه چې کله په زابل ولایت کې د کنډک قوماندان وو په ولایت کې تر اوس څوچنده امنیت ښه وو.

د مخامخ جګړې مهارت یې ډېر ښه زده کړی وو؛ او تر ډېره بریده یې په مخامخ جګړه کې له داسي تاکتیکونو کار اخیست چې په اساني د دښمن په جال کې نه بندېده. هغه د جګړې د تاکتیکونو زدکړه له خپل پلار نه هم کړې وه او وړتیا یې ځکه څوچنده شوه چې د پولیسو په لیکو کې روزنه وکړه او مسلکي پولیس شو.

اصف توخی د هیواد د نورو اتلو زلمیانو په څېر د پنجاب په شومو اهدافو پوهېده او تر ډېره بریده یې په خپل دښمن کې هم هغه څېرې په نښه کولې چې تر نورو به ډېر پنجاب او د پنجاب ګټو ته ژمن وو.

پنجاب هم د اصف توخي په ارادو پوهېده؛ همېشه یې هڅه کوله چې دا ځوان له مخې وباسي.

اصف هم په خپل شهادت پوهېده ځکه خو به یې تل د خپل شهادت خبره کوله؛د شهید روح پاک وي‌ او له وړاندي خبرېږي، هم دا علت وو چې هغه همېشه د ځان د شهادت اټکل کاوه.‌

اصف په دې باور وو چې شهید نه مري، شهید همېشه ژوندی وي، شهید همېشه د خپل کور کلي او دوستانو میانځ کې وي.

اصف جانه ته ریښتینی وې؛ رښتیا هم ستا عکسونو نن په درد راته وخوړل، نن په کار راغلل، نن ستا د دنګې ځواني او معصومې څېرې انځورونو په افغانستان کې فیس بوک ته ښکلا وربخښلې وه.‌

نن ستا انځورونو ته ښکلې جملې ولیکل شوې.‌

اصف جانه تا ویل چې شهید نه مري ‌نو اوس به دي لیدلي وي چې ستا په شهادت د هیواد هر ملي او با احساسه وګړی خفه او تا ته د عقیدت او احترام په دود سرټیټوي .

اصف جانه ته ددې خاورې ملت او خپلو خلکو اتل یې؛ ته زموږ ویاړ یې؛ ته رېښتینی او ته په خپله وعده ولاړ وې.‌

حمید الله کاکا او ټولې کورنۍ ؛‌دوستانو او خواخوږو ته دې خدای صبراو ملي پولیسو ته دې خدای ستا په څېر نور ګڼ ځوانان ورکړي چې له خپلې خاورې او ملت نه ستا په څېر د سر په بیه دفاع وکړي.‌

«روح دې ښاد پر ځان مینه»

میرویس افغان

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More