The news is by your side.

امریکا د روسیې پر ضد سوریه کې خپل ځواکونه پیاوړي کوي

خبریال وېب پاڼه/ امریکا متحده ایالات له روسیې سره وروسته له څو نښتو غواړي په سوریه کې د روسیې پر ضد خپل ځواکونه پیاوړي کړي.

د امریکا پوځ ویلي، چې د سوریې په شمال ختیځ کې یې خپل ځواکونه او جګړه اییز تجهیزات پیاووي کړي، په داسې حال کې چې د سوریې په شمال ختیځ د امریکایي ځواکونو حضور چندانې نه دی.

امریکایي چارواکو ویلي، شپږ زغره وال جنګي موټرونه او سل ځواکونه به نزدې مهال کې د سوریې شمال ختیځې څنډې ته واستوي.

سږ کال د سوریې په دې سیمه کې د روسیې او امریکا تر منځ ناندرۍ زیاتې شوي دي.

امریکایي چارواکي زیاتوي چې شمال ختیځ کې د امریاکي ځواکونو پیهوړي کول به د یمني او ایتلافي ځواکونو امنیت تضمین کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قومندانۍ ویاند سروان بیل اوربان وایي، امریکا په سوریه کې له هېڅ کوم هېواد سره د جګړې په تعقیب کې نه ده، خو د اړتیا په صورت کې به له اٸتلافي ځواکونو دفاع وکړي.

ښاغلي اوربان د روسیې هېواد له نوم یادونه نه ده کړې، خو د یو بل امریکایي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې صراحتاً روسیې ته اشاره شوې ده.

بل لور بیا ان بي سي خبري شبکې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، په یاده سیمه کې د امریکایي ځواکونو له پیاوړي کولو موخه د کردانو او اٸتلافي ځواکونو د فعالیت سیمې ته د روسیې ځواکونو له راتګ مخنیوی دی.

په وروستیو کلونو کې او په روان زېږدیز کال کې د سوریې په خاوره کې د هېوادونو تر منځ خپل منځی جګړې څه نا څه زیات شوي دي.

په تېره اګسټ میاشت کې د سوریې په شمال ختیځ کې د روسیې او امریکایي ځواکونو نښته کې اووه امریکایي ځواکونه ووژل شول چې دواړو لوریو یو به تورنول.

امریکا هغه مهال ویلي وو، چې روسیي ځواکونه د هوکړې خلاف امنیتي سیمې ته دننه شوي وو او روسیې بیا ویلي وو چې دې سیمې ته له ننوتلو وړاندې یې امریکایي ځواکونو ته خبر ورکړی وو.

امریکا په دې سیمه کې ٥٠٠ ٥٠٠امنیتي ځواکونه د داعش ډلې د مخنیوي لپاره ګومارلي دي، او روسیه چې له بشار الاسد ځواکونو ملاتړ کوي، په سوریه کې د امریکایي ځواکونو مخالفه ده.

په ورته مهال امریکا غواړي له عراق او افغانستان خپل ټول ځواکونه په لنډه موده کې وباسي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ ویلي وو چې راتلونکو لنډو ورځو کې به د خپلو ځواکونو شمېر په عراق او افغانستان کې خورا ډېر را کم کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.