The news is by your side.

دیني عالمان پېژندپاڼو کې د مور نوم له لیکلو ملاتړ کوي

خبریال وېب پاڼه/ وروسته له هغې چې په پېژندپاڼو کې د مور نوم د لیکلو طرحه د حکومت له لوري تایید شوه، تېره ورځ دا طرحه د ولسمشر غني له لوري توشېح شوه.

د حکومت له دې طرحې سره له هماغه وخته په ټول هېواد کې مخالف او ملاتړو لوریو غبرګونونه را پورته شوي دي.

د هېواد دیني علماوو هم په داسې حال کې په پېژند پاڼو کې د مور نوم له لیکلو ملاتړ کوي، چې د طالبانو پخواني غړي سید اکبر اغا په تذکرو کې د میندو نوم لیکل بې ناموسي او بې ننګي بللې ده.

د حکومت له دې طرحې ملاتړي علما وایي، شرعي ممناعت نشته، دا چې د پیغمبرانو او اصحاباؤو د مور ګانو، ښځو او لورګانو نومونه تر موږ را رسېدلي دا خو کوم شرم نه دی، که پېژند پاڼو کې زموږ د مور نوم ولیکل شي هم شرم یې نه ګڼو او ویاړو.

خو د مخالف لوري دیني علما وایي که څه هم شریعت د ښځو نوم یادول شرم نه دي ګڼلې خو اصلاً یې د ذکر کولو اړتیا نشته.

په ورته مهال د بشر حقونو د څار ډلې هم په پېژند پاڼو کې د مور نوم لیکل د ښځینه فعالانو یوه ستره لاسته راوړنه بللې ده.

د بشر حقونو د څار ډلې په یوه خپره کړې اعلامیه کې د دې طرحې په اړه ویلي، چې دا به د افغان مېرمنو پر ژوند مثبت اغېز ولري، ښځو ته به په روغتیایي او ښوونیزه برخه کې اسانتیاوې را منځته شي، وبه کولی شي خپل پاسپورټ خپله واخلي او د خپلو اولادونو اسناد تر لاسه وکولی شي.

خو د حکومت دې پرېکړې چې غواړي په پېژند پاڼه او نورو مهمو اسنادو کې د پلار د نوم سره سره د مور نوم هم ور اضافه کړي د افغانانو تر منځ ناندرۍ را پورته کړي دي.

له څو میاشتو را هیسې د ښځو هویت په ډاګه کولو لپاره پر خواله رسنیو د فعالانو او په ځانګړې توګه د ښځینوو له لوري کمپاین روان وو، څو په پېژندپاڼه، مهمو تحصیلي او نورو اسنادونو کې د مور نوم هم ولیکل شي.

د دې پرېکړې مخالف لوري ټینګار کوي چې حکومت باید په پېژندپاڼو او اسنادو کې د مور نوم د لیکلو له پرېکړې تېر شي..

د افغانستان دویزې ټولنې خلک په عام محضر کې د مور یا مېرمنې او په ټوله کې د ښځې له نوم اخیستلو بد وړي.

د حکومت له دې پرېکړې سره په زیاته کچه ملاتړ سره سره مخالفتونه هم را پورته شوي، د دې پرېکړې مخالف اړخونه پر دې اند دي، چې زیات خلک به پېژندپاڼو کې د مور نوم نه لیکلو له امله پېژند پاڼې وانخلي او دا کار به د پښتنو تر منځ چې د هېواد ٧٠ سلنه نفوس تشکیلوي، حساسیتونه را وپاروي.

پښتانه د یو ځانګړي عزت او درناوي له مخې چېرې هم د ښځینوو نوم نه یادوي، خو د دې کار ملاتړي وایي، که څوک مېرمنو ته عزت ورکوي، په نورو برخو کې یې دې ورکړي او په نوم لیکلو نه لیکلو کې دې عزت نه لټوي.

د ښځو هویت په ډاګه کولو لپاره د حکومت د تأیید له پرېکړې وروسته د مخالفو او ملاتړو له لوریو د دې پروسې د پیل او نه پیل لپاره پر خواله رسنیو پراخ کمپاینونه روان دي، د مور د نوم لیکلو ملاتړی اړخ په تمه دی چې دا پروسه په ښه توګه پیل شي خو مخالف لوري یې له پیل وړاندې د لغوه کولو په تمه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.