The news is by your side.

په ټولو سونا حوضونو، غونډو او د ودونو په تالارونو د فعالیت بندیز ولګېد

خبریال ډاټ کام/د ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید وحید عمر په خپل تازه بیان کې ویلي چې له  ټولو عمومي لویو غونډو څخه باید مخنیوی وشي.

 نوموړي نن دوشنبې په خپلو خبرو کې وویل چې زموږ پرکړه د ټولیزو راټولېدنو په هکله قطعي ده او له کورنیو چارو وزارت سربېره په کابل ښاروالۍ هم غږ کوو چې د ودونو ټول تالارونه او رسټورانتونه باید خپل پروګرامونه لغوه کړي څو په هېواد کې د کورونا ناروغۍ د خپرېدو او اخته کېدو مخنیوی وشي.

ښاغلي عمر وړاندې په خپله وینا کې زیاته کړه چې ټول عمومي حمامونه، د سونا حوضونه او نور هغه بنسټونه چې عمومي غونډې جوړوي باید دغه اصل ته جدي پاملرنه وکړي او که چا سرغړونه وکړه، قانوني چلند به ورسره وشي. دغه راز د برېښنایي پېژندپاڼو، د احوال نفوسو ادارې او پاسپورټ ادارې باید خپلو مراجعینو ته داسې یوه منظمه تګلاره جوړه کړي چې په کې د ګڼې ګوڼې او را ټولېدنې څخه په کلکه مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې نن له هرات سربېره په لوګر او بادغیس کې هم د کورونا پینځه مثبتې پېښې ثبت شوې. تر دې مهاله په ټول هېواد کې د ننه دغې وبا ناروغۍ کومه قرباني نه ده اخیستې خو وېره ده چې دا ویروس تیت او په یو لوی ناورین وا نه وړي. هېره دې نه وي چې په ایران کې د ۶۰۰ کسانو له ډلې ۱۰ کسه افغانان هم کورونا وژلي دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وایي چې هېواد له یو ملي ګواښ سره مخ دی او که جدي پاملرنه و نه شي، له یو لوی ناورین سره به مخ شو. نوموړي زیاته کړه چې له ۲۱ مثبتو پېښو سربېره یوه اوس تر څېړنې لاندې ده چې د هغې جزیات به هم وروسته رسنیز شي.

ښاغلي فېروز وړاندې په خپلو خبرو کې وویل چې هېواد له یو اضطراري حالت سره مخ دی او ټول روغتیايي پرسونل له کورونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي. نوموړی په داسې مهال دا خبرې کوي چې په تېرو دوو ورځو کې د کورونا کابو لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د کورونا موضوع د جدي کېدو او د ګاونډیو هېوادونو د پولو د تړل کېدو سره هم مهاله په کابل ښار کې د خوراکي او ارتزاقي موادو بیې هم لوړې شوې چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي. دوی پر حکومت او په ځانګړې توګه پر شاروالۍ غږ کوي چې د ناببر بازار پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

ویل کېږي نن د کابل امنیه قومندانۍ هم د لسګونو هټیو دروازې د موادو د لوړې بیې په غبرګون ور تړلې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.