کابل کې د توکو بیې په کم سارې توګه لوړې شوې
خبریال ډاټ کام/د افغانستان په ګن نفوسه پلازمېنه کابل کې د خوراکي او پوښاکي توکو بیې په کم سارې توګه لوړې شوې دي.
وروسته له هغه چې په سیمه او نړۍ کې د کورونا وبا خبر تیت او په نړیواله کچه ورباندې تر یو نیم لک زیات کسان اخته شول، په پلازمېنه کابل کې د خوراکي او ارتزاقي موادو بیې لوړې شوې.
په کابل ښار کې د یوې بوجۍ اوړو نرخ له ۱۵۰۰ نه نیولی بیا تر ۲۶۰۰ افغانیو پورې رسېدلی دی. غوړي، بوره او نور ټول هغه خوراکي او ارتزاقي توکي چې له ګاونډیو هېوادونو نه را واردېږي، بیې یې یو پر دوه شوې دي. د کابل خلک اندېښنه لري چې که ښاروالي نرخونه کنټرول نه کړي، د لوږې بحران به د کورونا تر وېرې هم زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د روانې مارچ میاشتې په ۱۶ نېټه پاکستان د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه له افغانستان سره خپلې ټولې پولې وتړلې. ویل کېږي په کوزه پښتونخوا کې هم د کورونو څو مشکوکې پېښې ثبت شوې دي او وېره ده چې دا شمېره زیاته نه شي. په ورته وخت کې نن د هرات په ګدون په دوو نورو (لوګر او بادغېس) ولایتونو کې هم د کورونا پینځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي نیوکې کوي چې په هېواد کې روان آزاد بازار د بېوزله هېوادوالو له ژوند او برخلیک سره لوبې کول دي. دوی په ټولنیزو رسنیو کې د (شاروالي چېرته ده) تر هشتګ لاندې د کابل پر ښاروالۍ غږ کوي چې په ښار کې د بازار نرخونه کنټرول کړي. کابل ښاروالۍ که څه هم په ښکاره د نرخونو د کنټرول په هکله کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې خو پر ټولنیزو رسنیو د کابل د امنیه قومندان انځورونه لاس پر لاس کېږي چې ویل کېږي په کابل ښار کې هټیو باندې ګرځي څو هغه هټۍ بندې کړي، کومې چې د ښاروالۍ له نروخونو په لوړه بیه مواد پلوري.
کابل کې کابو اووه ملیونه وګړي اوسېږي چې ډېری یې له جګړه ځپلو سیمو څخه د امن ژوند لپاره راغلي دي خو په دې وروستیو کې له نورو امنیتي ستونزو سربېره د کورونا او اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي.
افغانستان له چین او پاکستان سره ژورې سوداګریزې اړیکې لري. کله چې په چین کې د کورونا ویروس وېره زیاته شوه، ډېری افغان تاجران ایران ته لاړل خو ناخبر له دې چې هلته هم ناروغي پسې ورغله او په تلوار ورڅخه را ووتل. افغانستان له ایران نه په نفتي، ټوکریزو/پوښاکي او د مېوې په برخه کې تولیدات را واردوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.