The news is by your side.

هرات کې د کرونا مخنیوي ته ۷،۵ ملیونه افغانۍ ځانګړې شوې

خبریال ډاټ کام/د عامې روغتیا وزرات چارواکي وایي چې په یو تازه اقدام کې یې په هرات کې د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۷،۵ میلونه افغانۍ ځانګړې کړې دي، څو وکولی شي په ښه توګه د کورونا په ویروس اخته کسانو ته لاسرسی وکړي.

له عامې روغتیا وزارت څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وړاندې تر دې دا مقدار پینځه ملیونه افغانۍ ؤ چې اړتیا ته په کتو ورباندې دوه میلیونه افغانۍ نورې هم ور زیاتې کړل شوې. په یاد شوي ویروس باندې د اخته شویو افغانانو شمېر ۲۱ کسانو ته ورسېد چې لویه برخه یې د هرات څخه دي.

په تازه پینځو ثبت شویو مثبتو پېښو کې دوه کسان یې د لوګر ولایت د بابوس سیمې اوسېدونکي دي. دوی په ایران کې مزدوري کوله او تازه له ایران نه را ستانه شوي وو او دواړه وروڼه دي. اوس اندېښنه دا ده چې دوی له ایران نه تر لوګر پورې په راتګ سره ښایي لسګونه نور کسان هم په دغه وژونکي ویروس اخته کړي وي. په نورو ولایتونو کې هم د کورونا ټول قربانیان له ایران نه راغلي دي.

په هېواد کې د همدې وژونکي ویروس د خپرېدو له امله ټولې سپورټۍ سیالۍ، د نورز جشن او دغه راز ښوونیز او تعلیمي مرکزونه د یوې میاشتې لپاره بند شوي دي. په حکومتي کچه هم ټول احتیاطي تدابیر نیول شوي دي څو په لویه کچه د چارو ګدۍ وال او اداري کار کوونکي پر ګورونا اخته نه شي.

د کډوالو او سرحدونو چارو د وزیر په وینا هره ورځ تر ۱۵ زرو پورې افغانان له ایران څخه هېواد ته را ستنېږي. سره له دې چې هېواد ته په دومره لویه پیمانه کډوال را ستنېږي، حکومت لا نه دی توانېدلی چې په هرات، نیمروز او ور څېرمه ولایتونو کې ورته یو لوی کمپ جوړ کړي چې له ایران نه را ستنېدونکي افغانان پکې قرنطین کړي.

افغانستان یو بېوزله هېواد دی چې پر لکونو او آن تر میلیونونو افغان د کار او روزګار لپاره ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي. اوس د بېرته را ستنېدو په لړ کې دا وېره هم شته ده چې په لرې پرتو سیمو کې روغتیایي بحران را منځته کړي ځکه هلته حتی لومړنیو طبي آسنتیاوو ته لاسرسی نشه دی.

هخوا ویل شوي چې په ایران کې د ۶۰۰ قربانیانو له ډلې ۱۰ یې افغانان وو، چې دا خپله د افغانانو لپاره د زنګ خطر دی. وبه کتل شي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.