امریکا د کرونا ضد واکسین جوړ کړي

خبریال ډاټ کام/وروسته له هغه چې د نړۍ تر سلو زیاتو هېوادونو ته د کرونا ویروس خپل یرغل یووړ، امریکایي چارواکو اعلان وکړ چې د دې وژونکي ویروس لپاره یې یو ډول واکسین جوړ کړي دي چې نن دوشنبه به یې و آزمایي.

د اسوشیټېد پرس خبري آژانس د راپور له مخې یو امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې امریکا توانېدلې چې د کورونا ویرو ضد واکسین جوړ کړي دي. ويل شوي د روغتیايي مرکز د واکسينو کارولو ته مالي مرستې ورکوي او دا کار به د واشنګټن د روغتیا د څيړنې په مرکز کې ترسره کولی شي.

د روغتیا پالانو په وینا دا واکسین به ښایي له یو نه تر یو نیم کال پورې وخت ونیسي چې په لوړه کچه واکسین ترې جوړ شي. د معلوماتو له مخې یادو شویو واکسینو ته ۴۵ کسان چمتو شوي چې ورباندې و آزمایل شي. دا کسان په کورونا اخته نه دي او ویل کېږي چې واکسین به ورته هېڅ جانبي عوارض و نه لري.

اوس په نړیواله کچه څېړنې او هلې ځلې روانې دي چې د کورونا د مخنیوي لپاره واکسین جوړ او خپاره شي. کورونا ویروس په لمړي ځل د چین له ووهان ښار څخه را پیدا شو او په ټول چین کې یې زرګونه کسان ووژل او تر ۸۰ زرو زیات نور پرې اخته شول. ورپسې ایران د دغې خونړي ویروس کوربه شول چې تر اوسه یې هلته هم تر ۶۰۰ زیات کسان وژلي او له لسو زرو بره کسان پرې روږدي دي.

د یادونې وړ ده چې په چین کې دغه ویروس د له منځه تلو په حال کې دی او ټول روغتیا پالان یې نورو پر کورونا اخته هېوادنو ته واستول څو وکولی شي د دغې نړیوالې وبا مخه ډب کړي.

کله چې دغه ویروس د چین او ایران ډېر وګړي تلف کړل، دواړو هېوادونو امریکا ته د بیولوژیکي جګړې په شک کولو ګوتڅنډنه وکړه خو دا چې دې ویروس امریکا هم آرامه پرې نه ښوده او سلګونه کسان پرې اخته او تلف شول، د دې ویروس د خپرېدو ماهیت یې نور هم پېچلی کړ.

په کورونا ویروس د اخته کېدو لومړنۍ علامې تبه، توخېدا، ذوکام، سردردي او ساه لنډي ده. په پوخ عمره کسانو باندې یاد شوی ویروس زیات اغېز کوي ځکه د روغتیا پالانو په وینا د هغوی د معافیت سیستم کمزوری وي او له همدې امله د کورونا د وژل شویو کسانو لوړه فیصدي ډېر عمره کسان دي.

اوس د ټولې نړۍ سترګې یوې آسماني مسیحا ته دي چې دغه ویروس کابو او له منځه یوسي. د امریکا لخوا جوړ شوي واکسین که بریالي شي، په نړۍ کې خپره شوې وېره به تر یوه بریده را کابو شي او د ژور خپګان له امله کورونا ته ورکوونکې قربانۍ به صفر شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More