افغانستان کې پر کرونا اخته کسان ۲۱ ته ورسېدل

خبریال ډاټ کام/د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په کورونا ویروس باندې د اخته شویو کسانو ۵ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې یادې شوې پېښې په لوګر، بادغېس او هرات ولایتونو کې ثبت شوې دي او ټول هغه کسان دي چې له ایران نه را ستانه شوي دي. د ښاغلي مایار په وینا تر اوسه د کورونا تشخیصوونکو مرکزونو څخه په ۲۶۳ مشکوکو پېښو کې ۲۴۲ یې منفي او پاتې ۲۱ یې مثبتې بلل شوې دي.

افغانستان ته هغه مهال کورونا ویروس سر را وکړ چې له ایران څخه افغان کډوال هېواد ته را ستانه شول. په ایران کې دغې وبا ناروغۍ تر اوسه د سلګونه کسانو ژوند اخیتسی او زرګونه نور یې تر درملنې لاندې دي. په ایران کې په لومړي ځل په قوم ښار کې د کورونا ویروس پېښې ثبت شوې وې. د ایران مذهبي مشر له دغې ناروغۍ سر ه د مبارزې لپاره له نړیوال بانک او نورو مرستندویه سازمانونو نه مرسته غوښتې ده.

د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې اوس مهال هم پر یوه مشکوکه پېښه کار روان دی، دا چې مثبته او که منفي ده، وروسته به یې له رسنیو سره شریکه کړي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني هم له دغې وژونکې ناروغۍ سره د مبارزې او وقایې په نیت د عامه اړیکو د یوې کمېټې د جوړښت امر وکړ.

ارګ په خپل بیان کې وایي چې دا کمېټه چې مشري به یې د ولسمشر مشاور او د سټراتیژیکو اړیکو رییس وحید عمر کوي، له هېوادوالو سره هر ډول انځوریز، لیکنیز او غږیز وقایوي پیغامونه شریکوي.

له دې وړاندې هم حکومت په ټول هېواد کې د کورونا د مخنیوي په پار د یوې میاشتې لپاره ټول روزنیز بنسټونه رخصت اعلان کړل. ورسره هم مهاله د ولسي جرګې جرګې غړو د کرونا د مخنیوي لپاره ځانګړې ناسته کړې وه او له ایران څخه د را ستنېدونکو کډوالو او قبایلو په تړاو یې د روغتیا او سرحدونو چارو وزیران ور بللي وو. ولسي جرګې ته د کډوالو او سرحدونو چارو وزیر وویل چې هره ورځ کابو ۱۵ زره افغان کډوال له ایران نه هېواد ته را ستنېږي.

د راپورونو له مخې په ایران کې د کرونا له امله په وژل شویو کسانو کې ۱۰ یې افغانان دي. په افغانستان کې په لومړي ځل هرات د کورونا ویروس د مثبتې پېښې شاهد ؤ، چې ویل کېږي هغه هم له ایران نه راغلی ؤ.

ایران کې تر دې مهاله تر ۶۰۰ زیات کسان کورونا وژلي او تر لسو زرو ډېر پرې اخته دي. په ټوله نړۍ کې بیا تر سلو زیاتو هېوادونو ته کورونا ویروس رسېدلی دی چې د دې ټولو سرچینه د چین هېواد څخه وشوه.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More


fethiye bayan escort yalova escort yalova escort bayan van escort van escort bayan uşak escort uşak escort bayan trabzon escort trabzon escort bayan tekirdağ escort tekirdağ escort bayan şırnak escort şırnak escort bayan sinop escort sinop escort bayan siirt escort siirt escort bayan şanlıurfa escort şanlıurfa escort bayan samsun escort samsun escort bayan sakarya escort sakarya escort bayan ordu escort ordu escort bayan niğde escort niğde escort bayan nevşehir escort nevşehir escort bayan muş escort muş escort bayan mersin escort mersin escort bayan mardin escort mardin escort bayan maraş escort maraş escort bayan kocaeli escort kocaeli escort bayan kırşehir escort kırşehir escort bayan www.escortperl.com