The news is by your side.

توخی: سرتيري ددې وطن اصلي مالکان بايد قرباني ورکړي

خبريال ويبپاڼه /په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي او د شهيد محمد اصيف توخي پلار د هغه د جنازي په مراسمو کې وويل چې دا خاوره مو اصلي ټاټوبی هر سرتيری ددې وطن اصلي بجی او دا هيواد ورباندي د قرباني حق لري زرګونه داسي نورو سرتيرو د اصيف جان په څير سرونه ددې وطن لپاره قرباني کړي دي.

ښاغلي توخي زياته کړه چې د خپل باتور زوی شهادت يې نه ځوروي ځکه شهيد محمد اصيف د وطن او خاروي په دفاع کې شهيد شوی دی هغه وخت به دی ډير ځوريده چې خدای په مه کړه د پنجاب په اشاره يې د افغانانو او افغانستان په ضد جګړه کوله.

بايد وويل شي چې محمد اصيف توخي ډير زړور او د پنجاب مليشي سخته ويره ترې درلوده همدا وو چې له څو مياشتو راهیسې يې دد د شهادت پلان نيولی بلا اخيره پرون ماښام يې په ډير بزدلانه ډول د پکتيکا ولايت په یحي ياخيلو ولسوالۍ کې شهيد کړ.

نيم شپه د اصيف توخي سربازان ورته زنګ کوي چې د پنجاب مليشو د پنجاب پر مرسته په دوی جنګ لګولی افغان سرتيري يوازي شل نفره خو د پنچاب ميلشو سم اشر ايستلي وي د پکتيکا له ټولو وسلواليو يې خپل جګړه مار را ټول کړي وي غوښتل يې د سرتيرو پوسته سقوط او هغوی شهيدان کړي.
خو اصيف توخی په نيمه شپه کې له خواږه خوب څخه د خپلو سرتيرو د خلاصون په پار پاڅيږي چانټه تړي خپل ملګري له خواږه خوب څخه پورته کوي ورته وايې پورته شئ ملکرو نن بيا غزا ته ځو د پنجاب مليشو بريد کړی، ټول ملګري يې په ډيره ميړانه د پنجاب د مليشو پر ضد غزا ته روانيږي.
کله چې د لاري نيمايې ته رسيږي د اصيف توخي په موټر ماين چاودنه کيږي اصيف او يو ملګری يې شهيدانيږي او نور ملګري يوازي سطحي ټپيان کيږي.

کله چې د اصيف توخي د شهادت خبر يې په سربازانو کې خپريږي ټول له ډيري غوسې چيغي وهي ، قسم يادوي چې حتمن به يې غچ اخلي ، همدې نيمه شپه کې په دشمن پسي ورځي داسي جکړه ورسره کوي حتی مړي او وسلي يې په نيدان پاتي کيږي او تۍشي.

يوازي يو اصيف توخی نه دی چې له دې خاوري سر قرباني کړ بلکي په زرګونه داسي قهرمانو له دې خاوري ځانونه قربان کړل.
بلکي بايد وويل شي افغاني ميندو ډير د اصيف په څير بجي زيږولي چې هر وخت له دې خاوري او وطن څخه د دفاع لپاره چمتو دي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.