The news is by your side.

ننګرهار: په ۱۲ ورځو کې ۱۰۷۳ ميليونه افعانۍ عوايد را ټول شوي

خبريال ويبپاڼه /د ننګرهار له ګمرګ رياست څخه يوازي په ۱۲ کې ۱۰۷۳ ميليونه افغانۍ د دولت خزاني ته ورکړل ليږدول شوي دي.

د ننګرهار ګمرک رياست مشر نصرالله صاحبزاده رسنيو ته ويلي چې له دې ګمرک څخه يې يوازي په ۱۲ ورځو کې ۱۰۷۳ ميليونو افغانۍ د دولت خزاني ته ليږدولي دي.
ښاغلي نصر الله صاحیزاده زياتوي چې په اوسني وخت کې تر بل هر وخت د ننګرار ګمرک رياست عوايد بيخي زيات شوي دي چې په ورځني ډول ۱۳۴ ميليونه افغاني کيږي. او يوازي په ۱۲ ورځو کې ۱۰۷۳ ميليونه افغانۍ د دولت خزاني ته ورکړي دي.

د صاحبزاده په خبره د ننګراهار ګمرک عوايد ځکه ډير شوي چې په دې ګمرک کېـيې د فساد او غلا مخه نيولي د مالي وزارت ټول قوانين په سم ډولعملي کړي دي. دی وايې مخکې هم د ننګرار ګمرک تر دې لا ډير عوايد درلودو خو دده په خبره د دولت د خزانې پر ځای د يو څو کسانو جيبونو ته تله.

بايد وويل شي چې د ننګراهار رياست د ګمرک مشر صاحبزاده دا ونه ويل چې په ننګراهار ګمرک کې مخکې چا فساد او غلا کړي وه.

هيره دي نه وي چې له کرنتين وروسته يې له پاکستان هيواد سره ډير سوداګريزي لاري پرانستي چې اوس افغان سوداګر کولای شي له نورو هيوادنو څه د کراچۍ بندر له لاري افغانستان ته را واريد کړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ يوه بله لار د سوداګرو پر مخ نن پرانستل شوه او د دواوړ هيوادو ځايې چارواکو ويلي چې د کرښي هغې غاړي بلوجستان ايالت باديني لار خلاصه او په دلته يې د سوداګرو لپاره يو سوداګريز ترمينل هم جوړ کړی دی.

د بلوجستات ايالت اعالي وزير جام کمال په باديني کې د سوداګريز ترمنيل پرانست غونډي ته په خپلو خبرو کې وويل چې له دغه سوداګريز ترمنيل څخه به نه يوازي د هيوادونو په سطحه سوداګرو ته ګټه ورسوي بلکي کرښي دواړو غاړو افغانانو ته به هم يو ښه کاري فرست برابر شي.
ښاغلي جام کمال زياته کړه چې د بلوچستان حکومت کوښښ کوي د بلوچستان ايالت د سوداګرو او افغان سوداګرو تر منځ اړيکي پراخې او د داوړو غاړو سوداګر نورې پانګې اچونې ته وهڅوي.

د بلوچستان ايالت د سوداګرو اتحاديې مرستيال اختر کاکړ مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان ايالتي حکومت بايد ددې لارې سربيره نورې لارې هم د سوداګرو پر مخ پرانيزي. ځکه اختر کاکړ وايې چې يوازې بلوچستان کې څو سوداګريزي لاري شتون لري چې له هغې ډلي يې توبه اڅکزۍ، ګلیستان ، او دالبيندين هغه باري دي که پرانستل شي د کرښي دواړو غاړو افغانانو سربيره به يې د پاکستان او افغانستان سوداګرو ته ډيره ګټه ورسيږي.

بايد وويل شي چې د بلوچستان بادينی د زابل ولايت له شملزو ولسوالي نيښتي سيمه ده چې يوې خوا ته يې پوڅان او زابل لوري ته د پښتانه قومونه ميشت دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.