نورستان کې ۱۰ سلنه د چارمغزو حاصلات زيات شوي

خبريال ويبپاڼه /د نورستان د کرني رياست وايې چې چې سږ کال په نورستان کې ۱۰ سلنه د چارمغزو حاصلات زيات وي دي چې د ياد ولايت د کرني او مالدارۍ چارواکي وايې چې سږ کال به د ّ نورستان له ځمکو څخه ۸۰ زره مټريګ ټنه چارمغز راټول شي چې دا د تيرو کلنو په پرتله لس سلنه زيات والی ښيې.

بايد وويل شي چې د نوزستان له ۳۰۰۰ جريبه طبعي ځنګلونو څخه يې ۲۸۰ زره جريبه ځمکه د چارمغزو طبعي ځنګولو پوښلي ده.

هيره دي نه وي چې ددې ولايت د باغونو او بڼوالۍ مسوسي په واما او ويکل ولسواليو کې پر ۵۰۰۰ جريبه ځمکه د چارمغزو ونې وکرلې.
په نورستان کې په داسي حال کې د چارمغزو د حاصلاتو د زياتوالي خبر وررکول کيږي چې په خوست کې هم ورته خبر ورکول شوی وو.

د خوست والايت د کرني او مالدارۍ ريس حفيظ الله نوري رسنيو ته ويلي چې سږ کال به په خوست کې د جلغورو حاصلات تر ۱۸ زره ټنه زيات شي.

د ښاغلي حفيظ الله په وينا چې دا شميرې تر تير کال ۲۵ سلنه زياتوالی ښيي.

بايد وويل چې جلغوزي نه يوازي دا چې په خوست او خوست څيرمه ولايتونو کې ګڼ شمير ځنګلونه شتون لري بلکي د افغانستان په ختيځ کې کونړ ، لغمان او نورستان کې هم د جلغوزيو ګڼ ځنګلونه شتون لري.
د جلغوزيو د حاصلاتو د زياتوالي خبر په داسي حال کې ورکول کيږي چې څه موده مخکې د انارو د زياتوالي خبر هم ورکول شوی وو.

د کرنې وزارت روان کال کې به نږدې ۲۰۰ زره ټنه انار په هیواد کې تولید شي
د روان کال په لړ کې به د هیواد په لسو ولایتونو کې د انارو حاصلاتو لس سلنه زیاتوالی ومومي.
د کرنې وزارت وړاندینه ښیې چې افغانستان به په روان کال کې نږدې دوه سوه زره ټنه انار تولید کړي چې یوازې اتیا سلنه یې به د کندهار ولایت څخه ترلاسه شي.

هيره دې نه وي چې د هيواد په ډيريو سيمو کې د
کرنيز حاصلات ډير شوي دي خو د هر وخت په پرتله سږ کال هم بزګران او بڼوال شکايت کوي چې د دوی ميوو ته بازار نشته بايړ افعان حکومت ورته نړيوال بازار پيدا کړي.

ځکه هر وخت د بزګرانو د توکو تر ټړلو لويه ستونزه د دوی کرنيزو توکو.ته نه بازار موندنه ده.چې هر کال په زرګونو ټنه ميوې خرابيږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More