د افغان کرکيټ وتلي ستوري راشد خان نن کليزه ده

خبريال ويبپاڼه/ نن د افغانستان د تکړه ارلاونډر راشد خان د زوګړي ورّ يا کليزه ده چې چې د راشد خان په نشتون کې د هغه کورنۍ او افغان کرکيټ بورډ دغه ورځ لمانځلي.

د افغان کرکيټ بورډ په فسبوک پاڼه په خپره شوي اعلاميه کې ويل شوي چې نن د کرکيټ د نړيوال ستوري راشد خان ۲۲ مه کليزه ده.
کرکيټ د راشد خان ته د کليزي د مبارکۍ تر څنګ ليکي چې هغه په وطن کې نشته خو ولي د ټولو افغانانو په زړه کې ځای لري .

د کرکيټ په دغه اعلاميه چې نن د راشد خان کليزه ګڼو افغانانو هم تبصري کړي دي هغه يې د ټولو افغانانو اتل بللی او ورته ليکلي يې دي چې په دې جکړه ځپلي هيواد کې يوازي همدا دوی دي چې افغانانو ته د خوښي زيري راږړي.

بايد وويل چې راشد خان په دې ورستيو کې د کرکيټ د نړيوالي شورا ای، سي ،سي له خوا په نړيواله درجه بندۍ کې په لومړپ مقام اعلان کړ.
اوس راشد خان په نړيواله کچه په بالينګ کې لومړی مقام لري.

د يادولو وړ ده چې راشد خان د ننګراهارولایت چې په ۱۸۹۸ کال کې زيږدی دی چې لومړي ځل د کرکيت ډګر ته په ۲۰۱۵ زيږديز کال د زمبابي خلاف لوبه تر سره کړه چې په لومړۍ لوبه کې ډير ښه وځليد په ډير کم وخت کې يې نړيوال خيران او ګوته په غاښ کړل.

راشد خان تر دې دمه ۴ ټيست، ۷۱ يوه ورځنۍ او ۴۸ شل اوزيزي لوبي تر سره کړي دي.
چې د ويکټو شمير يه په ټيسټ کې ۲۳ په يوه ورځنۍ لوبو کې ۱۳۳ او شل اوريزو کې ۸۹ ويکټې اختسي دي.

راشد خان په ډير کم وخت کې په ټوله نړۍ کې مشهور شو چې اوس هم د هند په غوره ليګ ای پې ايل کې د سنرايزر حيدر اباد لوبډلي سره لوبه کوي.
داسي ويل کيږي چې راشد خان د کورنيو ليګونو په پرتله د تجاراتي ليګونو ډير شوقي دی چې له عمدي امله ګڼو افغانانو ډير ځله پرې سخته نيوکې هم کړيدي.

بايد دا هم وويل چې راشد خان د افغانستان په شپږيزه ملي ليګ سياليو کې نه وو بلکي په دوبي کې په يوه تجارتي ليګ کې لوبيده.

چې دد په نشتون کې يې لوبډلي  چنداني ښې لوبه ونه کړي او له ان تر نيمع پاي لوبې هم ونه رسيده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More